کورپاڼه / خپلواک / پاکستان: د اى پي ايل لپاره د اسيا جام تاريخ بدلول نه منو
پاکستان کرکټ بورډ

پاکستان: د اى پي ايل لپاره د اسيا جام تاريخ بدلول نه منو

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اپريل ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان ويلي دي، چې د اى پي ايل ترسره کولو لپاره د اسيا جام په تاريخ کې هېڅ بدلون نه منو.

وسيم خان په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د اسيا جام پر وړاندې يوازينى خنډ کورونا ويروس دى، چې ښايي اسيا جام له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

نوموړى وايي، چې زموږ دريځ روښانه دى، اسيا جام په سپتمبر مياشت کې ترسره کېږي او د روغتيايي ادارو لارښوونو ته موږ پام کوو، خو موږ دا هېڅ کله نه شو منلى چې د اى پي ايل لپاره دې د اسيا جام تاريخ کې بدلون راوستل شي.

وسيم خان وايي، چې ما اورېدلي دي چې د اسيا جام تاريخ بدلولو په اړه خبرې شوې دي، چې په نومبر يا دسمبر کې دې ترسره شي، موږ دا هېڅ کله نه شو منلى، که د اسيا جام ترسره کول وروسته شو، مطلب دا چې د يوې غړي هېواد لپاره دا کار کېږي، چې دا موږ ته د منلو نه ده.

د يادولو ده چې د روان کال اى پي ايل يا هند تجارتي ليګ د کورونا ويروس له امله د ځنډ ښکار شوى دى، د هند کرکټ بورډ مسوولينو نظر دا دى، چې ښايي په سپتمبر کې دوى ته وخت پېدا شي چې اى پي ايل ترسره کړي.

دا هم ولولئ

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري …