کورپاڼه / خپلواک / انګلستاني لوبغاړي جوفرا ارچر نه د نړيوال جام مډال ورک شوى
جوفرا ارچر

انګلستاني لوبغاړي جوفرا ارچر نه د نړيوال جام مډال ورک شوى

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اپريل ٢٠٢٠): د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپ اچونکي جوفرا ارچر نه د ٢٠١٩ نړيوال جام مډال ورک شوى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکى جوفرا ارچر وايي، چې د کور د بدلولو پر مهال يې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام مډال ورک کړى دى، چې تراوسه يې بېرته نه دى موندلى.

جوفرا ارچر چې په اصل کې د بارباډوس هېواد اوسېدونکى دى، وايي چې دغه مډال په دېوال باندې له يو انځور سره راځوړند و، خو اوس هلته نشته دى.

هغه وايي، چې له ياد کور څخه تللى دى او هغه انځور په دېوال لګېدلى دى، خو اوس هلته ياد مډال نشته دى، ارچر وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې ټول کور لټ په لټ ولټولو خو مډال يې پېدا نه کړ.

انګلستانى چټک توپ اچونکى وايي، چې زه پوهېږم چې دا مډال به په کور کې وي، خو زه يې په لټه کې يم او په لټولو لټولو يې نور لېونى شو، خو پېدا مې نه کړ.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله انګلستان او ويلز کرکټ بورډ تر جولاى پورې د کرکټ هر ډول سيالۍ بندې کړې دي. همدا راز د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم لغوه شوې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٣ ټېسټ سياليو لړۍ د جون په ٤مه نېټه پيل کېدونکې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …