کورپاڼه / خپلواک / ٤ افغان لوبغاړي چې يو ورځنيو لوبو کې يې تر ٢ زره زياتې منډې کړي
محمد نبي، محمد شهزاد، رحمت شاه او اصغر افغان

٤ افغان لوبغاړي چې يو ورځنيو لوبو کې يې تر ٢ زره زياتې منډې کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اپريل ٢٠٢٠): افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې خپله لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړې وه، له هغه وخت راوروسته افغانستان تر دې مهاله پورې ١٢٦ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې کې يې ٥٩ لوبو کې بريا خپله کړې او ٦٣ لوبې يې بايللې دي، همدا راز ١ لوبه يې مساوي شوې او ٣ لوبې بې پايلې پاى ته رسېدلي دي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله څلور داسې لوبغاړي هم لري چې په يو ورځنيو لوبو کې يې له ٢٠٠٠ څخه زياتې منډې کړي دي، چې په دې ليکنه کې يې درسره معلومات شريکوو.

محمد نبي

محمد نبي د افغانستان يو له مخکښو او تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دى، نوموړي د افغانستان لپاره په تر ټولو زياتو لوبو کې هم ګډون کړى دى او هغه يوازينى لوبغاړى دى چې د افغانستان لپاره په درې واړه فارمېټونو لومړنيو لوبو کې يې ګډون کړى دى.

٣٥ کلن محمد نبي د افغانستان لپاره ١٢٤ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړې دي او تر نورو لوبغاړو يې ډېرې منډې هم ترلاسه کړې دي. هغه د ٢٧.٨٢ په اوسط سره ٢٧٨٢ منډې کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١١٦ زياتې منډې دي.

نوموړي ١ سليزه او ١٥ شپږيزې هم وهلي دي.

محمد شهزاد

محمد شهزاد هم د افغانستان يو له مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د ٢٠١٩ نړيوال جام پر مهال بېرته افغانستان ته راولېږل شو او وروسته د کرکټ بورډ د ډسپلين څخه د سرغړونې له امله له يو کلن بندېز سره مخ شو، چې اوس يې بندېز پاى ته رسېدلى دى.

٣٣ کلن محمد شهزاد د افغانستان لپاره په ٨٤ لوبو کې ګډون کړى دى او د ٣٣.٦٦ په اوسط يې ٢٧٢٧ منډې کړي دي، هغه په يوه لوبه کې ١٣١ ناسوځېدلې زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

نوموړي ٦ سليزې او ١٤ پنځوسيزې هم وهلي دي.

رحمت شاه

رحمت شاه د افغانستان لوبډلې يو له تخنيکي لوبغاړو څخه دى، چې په يو ورځنيو او ټېسټ سياليو کې مخکښ لوبغاړى ګڼل کېږي، هغه که څه هم له نورو درې لوبغاړو څخه کمې لوبې ترسره کړې دي، خو تر ٢٠٠٠ زياتې منډې يې پوره کړې دي.

٢٦ کلن رحمت شاه په ٢٠١٣ کال کې د افغانستان لپاره لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه او تر دې مهاله پورې يې په ٧٣ يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي د ٣٥.٢٠ په اوسط ٢٣٥٩ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١١٤ زياتې منډې دي. هغه ٤ سليزې او ١٦ پنځوسيزې هم وهلي دي.

اصغر افغان

د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم له هغه لوبغاړو څخه دى چې د افغانستان په لومړنۍ لوبه کې يې ګډون درلود، نوموړى اوس د دويم ځل لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى.

٣٢ کلن اصغر افغان د افغانستان لپاره ١١١ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړې دي چې د ٢٤.٥٤ په اوسط سره يې ٢٣٥٦ منډې ترلاسه کړې دي، هغه په يوه لوبه کې ١٠١ زياتې منډې کړې دي او همدا راز ١ سليزه او ١٢ پنځوسيزې يې وهلي دي.

په نورو لوبغاړو کې سميع الله شينواري ١٨١١ او نجيب الله ځدراڼ ١٥٨٦ منډې کړې دي، چې ښايي نجيب الله ځدراڼ هم ژر د ٢٠٠٠ منډو هدف ته ځان ورسوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …