کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ: کريم صادق له خپلو تېرو خبرو انکاري شوى
د افغانستان کرکټ بورډ او کريم صادق

کرکټ بورډ: کريم صادق له خپلو تېرو خبرو انکاري شوى

پلواک وېبپاڼه (٢٦ اپريل ٢٠٢٠): تېرو ورځو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم صادق له يوې راډيو سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې که ولسمشر هغه د کرکټ بورډ مشر وټاکي، نو معياري لوبغالي به جوړ کړي او د ٢٠٢٣ نړيوال جام اتلولي به وګټي.

هغه په خپله مرکه کې د کرکټ بورډ په مشرتابه سختې نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې دا کسان مسلکي نه دي او د کرکټ په الفبا هم نه پوهېږي.

وروسته له هغه چې د افغانستان کرکټ بورډ ډسپلين کمېټې له کريم صادق سره د هغه د دغه مرکې په اړه خبرې کړې دي، نو کريم صادق له خپلو خبرو انکاري شوى دى.

خپلواک وېبپاڼې د کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې د يوه غړي غږيز کليپ ترلاسه کړى دى، چې هغه وايي، د کريم صادق په اړه خپور شوى راپور عمومي مشر فرهان يوسفزي او اجراييه رييس لطف الله ستانکزي کتلى دى او ډسپلين کمېټې ته يې ويلي دي چې په دې اړه څېړنه وکړي.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې له کريم صادق سره يې له هغه وروسته خبرې وکړې، خو کريم صادق له خپلو خبرو انکاري شو او وې ويل چې هغه داسې هېڅ خبرې نه دي کړي او نه له چا سره مرکه کړې ده.

د ډسپلين کمېټې همدا راز په دغه غږيز کليپ کې يوې انلاين رسنۍ ته اخطار ورکړى دى، چې دوى پرې په محکمه کې عريضه کوي، ځکه غلط معلومات يې خپاره کړي دي.

خو حال دا چې د کريم صادق هغه مرکه چې هغه له يوه راډيو سره کړې وه، په غږيزه بڼه شته دى، خو د کرکټ بورډ چارواکي او کارمندان دومره نه شي کولاى چې دغه مرکه راپېدا کړي او په خپله يې واوري، خو اوس ورته ياده مرکه هم لېږل شوې ده.

د کرکټ بورډ مشرتابه او کارمندان ټول يوازې فېسبوک ته ناست وي او که يې کومه خبره په فېسبوک کې وليدل شوه، نو له هغه وروسته دوى بيا اقدام کوي.

د يادولو ده چې له دې مخکې هم يو ځل کريم صادق د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي پر ضد په فېسبوک کې پوسټونه کړي و، خو وروسته بيا انکاري شوى و او ويلي يې و چې دا اکاونټ د هغه نه دى او له چيرمېن څخه يې بخښنه هم غوښتې وه.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …