کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان دوه لوبغاړو په امريکا کې د قبولۍ غوښتنه کړې
نواز خان او خېبر عمر

د افغانستان دوه لوبغاړو په امريکا کې د قبولۍ غوښتنه کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان الف کرکټ لوبډلې دوه لوبغاړو په امريکا کې د قبولۍ لپاره غوښتنه کړې ده.

د معلوماتو تر مخه، دغه دوه لوبغاړي چې د افغانستان په الف لوبډله کې لوبېدلي دي، نواز خان او خېبر عمر نومېږي، چې له کرنټين مخکې امريکا ته تللي دي او هلته يې د قبولۍ لپاره غوښتنه کړې ده.

تازه خبر.
د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړو نواز خان او خیبرعمر په امریکا متحده ایالاتونو کې دکډوالۍ غوښتنه کړې.
نوټ :دواوړه لوبغاړې تر قرنطینه وړاندې امریکا ته تللي دي

Posted by Faridullah Mohammadi on Sunday, April 26, 2020

٢٤ کلن نواز خان چې د افغانستان الف، بوست زون، کابل بازانو او مس عينک زون لوبډلو لپاره لوبېدلى دى، ښي لاسى توپوهونکى او فاسټ ميډيم توپ اچونکى دى.

نوموړي ١٩ فرسټ کلاس، ١٩ ليسټ اې او ١ شل اوريزه لوبه ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس لوبو کې يې ٥١ لوبغاړي سوځولي او په ليسټ اې لوبو کې يې ٢٧ لوبغاړي سوځولي دي.

خېبر عمر چې په لغمان کې زېږېدلى دى، ٢٣ کاله عمر لري او د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې په ګډون په بوست زون او کابل زون لوبډلو کې هم لوبېدلى دى.

هغه ١٧ فرسټ کلاس، ١٤ ليسټ اې او ١٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي. نوموړي په فرسټ کلاس سياليو کې ٨٢٣، په ليسټ اې کې ٣٨٥ او په شل اوريزو سياليو کې ٧١ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …