په افغانستان کې به د کورونا ويروس څه وخت ختم شي؟ په دې اړه د سينګار د ټيکنالوژۍ پوهنتون تازه معلومات ورکړي دي، چې د هغوى د معلوماتو تر مخه د اګست تر ٢٧مې نېټې پورې به په افغانستان کې کورونا ويروس ختم شي.
د سينګاپور د ټيکنالوژۍ او ډيزاين پوهنتون چې د ټولې نړۍ په اړه يې ډاټا راغونډه کړې او تحليل کړې ده او له هغې وروسته يې په ټولو هېوادونو کې د کورونا ويروس د ختمولو په اړه خپله وړاندوينه کړې ده.
د دغه پوهنتون د اوسنۍ ډاټا تر تحليل کولو وروسته د افغانستان په اړه ويلي دي، چې ښايي د جون تر ١٧مې نېټې پورې په افغانستان کې ٩٧% سلنه پېښې ختمې شي، همدا راز د جولاى تر ٤مې نېټې پورې به په افغانستان کې کورونا ٩٩% سلنه ختمه شي او د اګست تر ٢٧مې نېټې پورې به بيا سل سلنه په افغانستان کې د کورونا ويروس ختم شي.
په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کورونا ويروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ١٧٢ ته يې شمېر رسېدلى دى. همدا راز په افغانستان کې بيا د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ١٧٠٣ ته رسېدلى دى، چې لا هم دا ويروس د چټکۍ په حال کې دى.