کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل باندې ٣ کاله بندېز ولګېده
عمر اکمل

پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل باندې ٣ کاله بندېز ولګېده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي عمر اکمل باندې ٣ کاله بندېز لګېدلى دى، چې راتلونکي ٣ کاله به هېڅ ډول کرکټ ونه کولاى شي.

د پاکستان کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې نن د عمر اکمل په اړه خپله وروستۍ پرېکړه واوروله او په خپله پرېکړه کې يې په عمر اکمل باندې د ٣ کالو لپاره هر ډول کرکټ بند کړ.

په پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل باندې دا تور و، چې هغه سره ځينو کسانو په لوبو کې د فساد په اړه اړيکې نيولې وې، خو هغه په وخت باندې اړوند کسان نه و خبر کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه باندې د هغه دوسيه د ډسپلين کمېټې ته سپارلې وه او له هر ډول کرکټ څخه يې منع کړى و، خو نن د ډسپلين کمېټې خپله پرېکړه واوروله او وې ويل چې عمر اکمل د فساد کوونکو راپور په ورکولو کې ناکامه شوى دى او له همدې امله د درې کالو لپاره پرې د هر ډول کرکټ څخه بندېز لګېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …