کورپاڼه / خپلواک / هارديک پانډيا: يو ځل مې کافي څښلې وه، ګرانه راته پرېوتې وه، اوس شين چاى څښم
هارديک پانډيا

هارديک پانډيا: يو ځل مې کافي څښلې وه، ګرانه راته پرېوتې وه، اوس شين چاى څښم

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر هارديک پانډيا وايي، چې زه شين چاى څښم، ځکه يو ځل مې کافي څښلې وه، نو ډېره ګرانه راته پرېوتې وه.

نوموړي په لومړي ځل د (کافي ود کرن) خپرونه کې د خپلو لانجمنو خبرو په اړه خبرې کړې دي، هغه په دغه خپرونه کې د ښځو په اړه ډېرې لانجمنې خبرې کړې وې.

د هندۍ ورځپاڼې (هندوستان ټايمز) د راپور په وېنا، د کافي ود کرن پروګرام کې هارديک پانډيا د ښځو په اړه داسې څرګندونې کړې وې، چې تر سختو نيوکو لاندې راغلى و.

په دغه خپرونه کې تر ګډون وروسته هارديک پانډيا او راهول ته کرکټ کيرير ته هم تاوان رسېدلى و، وروسته بيا هارديک پانډيا د خپلو خبرو له امله بخښنه وغوښته.

د هندي لوبغاړو سره په انسټاګرام په ژوندۍ بڼه په يوه ويډيو کې هارديک پانډيا وويل، چې اوس زه کافي نه څښم، بلکې شين چاى څښم، ځکه يو ځل مې کافي څښلې وه، چې ډېره ګرانه راته پرېوتې وه.

هغه وويل، زه شرط لګوم چې دومره ګرانه کافي به له هيچا سره هم نه وي.

خو د دينيش کارتيک بيا په دغه ژوندۍ خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د کافي په اړه دې له هارديک پانډيا څخه هېڅ لانجمنه پوښتنه نه کوي.

په دغه ژوندۍ بڼه خبرو کې دوى په بېلا بېلو مسلو خبرې وکړې، چې د کورونا ويروس او همدا راز د هند تجارتي ليګ د لغوه کېدو په اړه هم وغږېدل.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …