کورپاڼه / خپلواک / انجم چوپړه: ښځينه اى پي ايل د تيارۍ په حال کې دى
هند ښځينه لوبغاړې

انجم چوپړه: ښځينه اى پي ايل د تيارۍ په حال کې دى

د هند کرکټ ښځينه لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې انجم چوپړه ويلي دي، چې د ښځينه اى پي ايل ليګ اوس د تيارۍ په حال کې دى. هغه وايي که چېرته هند سږکال د ښځينه نړيوال جام ګټلى واى، نو ښايي د ښځينه اى پي ايل کارونه هم چټک شوي واى او ډېر ژر په هېواد کې لومړنى ښځينه اى پي ايل ترسره شوى واى.

هرمنتپريت کور چې د ښځينه هندۍ لوبډلې لوبډلمشري يې په نړيوال جام کې کوله، د نړيوال شل اوريز جام تر پايلوبې پورې خپله لوبډله ورسوله، خو په پايلوبه کې يې له اسټراليا څخه ماتې وخوړله.

انجم چوپړه وايي، که چېرته موږ نړيوال جام کې بريا ترلاسه کړې واى، نو دې به د ښځينه اى پي ايل سره ډېره مرسته کړې واى او ژر وه چې په هند کې د ښځو اى پي ايل سيالۍ پيل شوې واى.

انجم چوپړه چې له کرکټ استعفا ورکولو وروسته يې کمنټري پيل کړه، په ٦ نړيوال جامونو کې لوبېدلې او په خپل ١٧ کلن کيرير کې يې ډېرې برياوې خپلې کړې دي.

د ښځو کرکټ مينه وال هم ورځ تر بلې زياتېږي او د هند او اسټراليا ترمنځ پايلوبې ته ٨٠ زره ليدونکي ورغلي و، چې له دې څخه ښکاري په خلکو کې د ښځينه کرکټ ليدو شوق هم زيات شوى دى.

انجم چوپړه وايي، چې د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ لغوه شوې دي، اى پي ايل هم لغوه دى او نړيوال شل اوريز جام هم معلومات نشته چې په خپل وخت به ترسره شي او که نه، نو په داسې وخت کې موږ تر هغې په تمه يو تر څو نړۍ له دې ويروس څخه بېرته عادي حالت ته راشي او له هغه وروسته به پرېکړه وشي چې د ښځو اى پي ايل ليګ کله پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …