کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ کې اصلاحات، د کرکټ د ميراثيانو چيغې راووتې
کريم صادق

کرکټ بورډ کې اصلاحات، د کرکټ د ميراثيانو چيغې راووتې

خپلواک وېبپاڼه (۲۱ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي مشر فرهان يوسفزي له راتګ سره سم په کرکټ بورډ کې یو لړ اصلاحات رامنځ ته شول، چې تازه کرکټ بورډ د درې زونونو مسوولينو په خپلو دندو کې د ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه کړل.

په همدې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق هم يو پوسټ د کرکټ بورډ په ضد کړی دی او له ولسمشر غني څخه يې غوښتنه کړې ده چې کرکټ بورډ ته دې بل وړ کس وټاکي.

هغه يو لړ تورونه هم لګولي او همدا راز د زونونو مسوولين يې بيا د کرکټ ستنې بللي دي، حال دا چې له درې واړه کسانو د خپلو خپلو زونونو د کرکټ لوبغاړو او نورو خلکو سرونه ټکول او د کرکټ بورډ په خبر کې دا يادونه هم شوې ده، چې هغوی ته د دغه کسانو په تړاو د فساد اسناد هم وررسېدلي دي.

کريم صادق، تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد هغه کسان دي چې له کرکټ څخه يې ميراثي لوبه جوړه کړې ده او له دوه لسيزو راهيسې لګيا دي او اوس هم غواړي چې بايد هر څه دوی ترلاسه کړي.

کريم صادق چې تر دې مهاله پورې په دې تمه ناست دی چې بايد په ملي لوبډله کې ولوبېږي، اوس چې ورته خپلې ګټې په خطر کې شوې، نو اوس د کرکټ بورډ پر ضد څرګندونې کوي.

په افغانستان کې عمومي همدا مشکل دی، چې هر سړی د خپل ځان غم لري، کرکټ بورډ چې وروستي کوم اصلاحات راوستي دي، ټول ولس پرې خوښي ښکاره کړې ده خو يوازې د ګوتو په شمېر هغه کسان يې خلاف دي، چې د هغوی خپلې ګټې په خطر کې دي.

افتاب عالم چې د نړيوال جام پر مهال يې د افغانستان نوم له خاورو سره خاورې کاوه، دا خو بايد موږ د کرکټ نړيوالې شورا څخه مننه وکړو، چې زموږ د عزت ساتنه يې وکړه او دغه خبره يې پټه کړه.

په اصل کې ټوله خبره دا ده، تر څو چې د دې خلکو ګټې وي، دوی خلکو ته برخې ورکول کېږي نو بيا هر څه سم وي، خو کله چې يو مثبت بدلون راځي او نورو خلکو ته د کار زمينه برابرېږي او اداره کې اصلاحات راځي، چې د دوی ګټې ورسره په خطر کې راشي، نو بيا هر څه خراب شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر بايد ملاتړ وشي، ځکه چې نوموړی د کرکټ بورډ د سمون او شفافيت لپاره راغلی دی او په همدې لړ کې يې وروستي اصلاحات هم د کرکټ بورډ په ګټه دي او غواړي چې کرکټ بورډ له ميراثيتوب، سياست او درغليو څخه پاک کړي او د افغانستان د کرکټ بورډ ملي اداره په رښتيا هم ملي اداره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …