کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغانستان پرلپسې دويمه ماته هم وخوړه
شفېق الله شفق او نجيب الله ځدراڼ

افغانستان پرلپسې دويمه ماته هم وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ سپتمبر ٢٠١٩): افغانستان په پرلپسې ډول له بنګله دېش څخه دويمه ماته هم وخوړه، بنګله دېش د درې اړخيزه سيريز په وروستۍ يا شپږمه لوبه کې افغان لوبډلې ته په ٤ ويکټو ماته ورکړه.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې په درې اړخيزه سيريز کې شپږمه يا وروستۍ لوبه نن د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د چټوګرام په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د بنګله دېش لوبډلمشر شکېب الحسن وګټله او لومړى يې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى توپوهنې ته راووتل، دواړه ډېره ښه توپوهنه پيل کړه او د افغانستان لپاره يې ٧٥ منډې ملګرتيا وکړه، چې د ٩م اور په ٣م توپ باندې حضرت الله ځاځي د ٤٧ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

اصغر افغان توپوهنې ته راووت، خو پرته د کومې منډې ترلاسه کولو وسوځېده، دريم لوبغاړى رحمان الله ګربز و چې د افغانستان په مجموعي ٨٠ منډو يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او ٢٩ منډې يې وکړې.

تر هغه وروسته افغان توپوهونکو پرلپسې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې او هېڅ لوبغاړي ښه توپوهنه ونکړاى شوه. په نورو لوبغاړو کې شفيق الله شفق ٢٣ ناسوځېدلې، نجيب الله ځدراڼ ١٤ او راشد خان ١١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٨ منډې وکړې، چې د بنګله دېش لوبډلې ته يې د ١٣٩ منډو اسانه هدف ورکړ.

د بنګله دېش له لوري عفيف حسېن ٢، محمد سېف الدين ١، شفيع السلام ١، شکېب الحسن ١ او مستفيز الرحمان هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د بنګله دېش له لوري ليتون داس او نجمل حسېن شانتو توپوهنې ته راووتل، چې لومړى د دريم اور په دويم توپ د مجيب الرحمان ښکار شو او دويم د څلورم اور په دويم توپ نوين الحق خپل ښکار کړ. دواړو ٤ او ٥ منډې ترلاسه کړې.

خو له هغه وروسته شکېب الحسن او مشفيق الرحيم د بنګله دېش منډې ٧٠ ته ورسولې، چې مشفيق الرحيم ٢٦ منډې کړې وې او د کريم جنت ښکار شو. د بنګله دېش څلورمه ويکټ بيا په مجموعي ٩٣ منډو لاړه، چې راشد خان محمودالله وسوځاوه او يوازې ٦ منډې يې کړې وې.

پنځم لوبغاړى بيا شبير رحمان و چې د نوين الحق ښکار شو او يوازې ١ ويکټ يې ترلاسه کړې وه، عفېف حسېن بيا د راشد خان ښکار شو او ٢ ويکټو ترلاسه کولو سره له مېدانه بهر شو. خو تر هغ وروسته هېڅ کوم لوبغاړى ونه سوځېده او شکېب الحسن او مصدق حسېن ياد هدف پوره او بنګله دېش يې بريا ته ورساوه.

شکېب الحسن ٦٩ ناسوځېدلې او مصدق حسېن ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. بنګله دېش په ١٩ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره او په ٤ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د ښې توپوهنې له امله شکېب الحسن د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

نوين الحق د افغانستان هغه لوبغاړى و چې نننۍ لوبه يې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وه، چې هغه پکې ٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو ده چې د درې اړخيزه سياليو په لوبو کې بنګله دېش ٣، افغانستان ٢ او زمبابوې يوه لوبه وګټله، چې دې سره به د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د ياد سيريز پايلوبه د سپتمبر په ٢٤مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پنجاب او بېنګلور

اى پي ايل: پنجاب لوبډلې د بېنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په شپږمه لوبه کې د کنګز اليون …