کورپاڼه / خپلواک / کرينه کپور له سېف علي خان مخکې چاسره واده کولو؟
کرينه کپور

کرينه کپور له سېف علي خان مخکې چاسره واده کولو؟

خپلواک وېبپاڼه (٢١ سپتمبر ٢٠١٩): کرينه کپور د هندي سينما هغه ممثله ده، چې خپل شخصي ژوند يې هېڅ کله هم له رسنيو څخه نه دى پټ کړى. هغه که د هغې د يارانو خبره وه او هم د اميندوارۍ، هغې به هر څه له رسنيو سره شريکول. نن د کرينه کپور د زېږېدو ٣٩مه کليزه ده، په دې ورځ غواړو د کرينه کپور د ژوند ځينې کيسې له تاسو سره شريکې کړو.

که د کرينه کپور د شخصي ژوند خبره وشي، نو د شاهد کپور سره د يارانې نه نيولې بيا د سېف علي خان سره تر واده پورې د کرينه کپور ټول ژوند د رسنيو په وړاندې دى، خو ځينې کيسې داسې شته، چې کېداى شي تاسې ترې لا نه يئ خبر.کرينه کپور او ريتيک روشن

د سېف علي خان سره تر واده مخکې د کرينه کپور نوم يوازې له شاهد کپور سره نه اخيستل کېده، بلکې د هغې په ژوند کې يو بل خان هم راغلى و. ډېرى خلک فکر کوي چې کرينه کپور يوازې له شاهد کپور او سېف علي خان سره اړيکې درلودې، خو ډېر لږ خلک پوهېږي چې کرينه کپور له ريتک روشن سره هم د يو څه وخت لپاره يارانه کړې ده.کرينه کپور او فردين خان

د (کبهي خوشي کبهي غم) فلم د ثبت پر مهال کرينه کپور او ريتک روشن يو بل ته ډېر نږدې شوي و. دا د ٢٠٠١ کال خبره ده، له هغه وروسته بيا دواړو يو ځاى (مجه سى دوستي کروګي) او (مين پريم کي ديواني هو) فلمونو کې هم يو ځاى کار وکړ. د دواړو د يارانې خبرې هم په رسنيو کې خپرې شوې وې، تر ډېرې پورې دا اوازه هم وه چې دواړه غواړي واده وکړي.کرينه کپور او شاهد کپور

همدا راز ډېرو لږو خلکو ته به معلومات وي چې د کرينه کپور د فردين خان سره هم يارانه وه. که څه هم د فردين خان او کرينه کپور د يارانې خبر چې رسنيو ترلاسه کړ، له هغه څه وخت وروسته بيا د کرينه کپور او شاهد کپور ترمنځ يارانه پيل شوې وه.کرينه کپور او سېف علي خان

خو تر ټولو وروسته سېف علي خان و چې د کرينه کپور په ژوند کې راغى او دواړه په يو بل ميين شو. د ٣ کاله يارانې نه وروسته دواړه واده وکړ. د کرينې او سېف لومړۍ ځل ليدنه د (ټشن) فلم د ثبت پر مهال شوې وه. په ٢٠١٢ کې بيا دواړه واده وکړ او اوس يو زوى هم لري، چې تېمور علي خان نومېږي او ٤ کاله عمر يې دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …