کورپاڼه / خپلواک / ډيويليرز: بايد له نورو ځان غوره ثابت کړم
اې بي ډيويليرز

ډيويليرز: بايد له نورو ځان غوره ثابت کړم

د سويلي افريقې نامتو توپوهونکي اې بي ډيويليرز نړيوال کرکټ ته د بېرته راتګ په اړه ويلي دي، چې نړيوالو سياليو ته هغه وخت بېرته راتللى شم، چې خپل ځان ثابت کړم او په ښه فارم کې يم.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د سويلي افريقې کرکټ لوبډلې نامتو توپوهونکي اې بي ډيويليرز په ٢٠١٨ کال کې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، خو اوس يو ځل بيا نړيوال کرکټ ته د هغه د راتګ لپاره ټولې لارې سمې شوې دي.

اې بي ډيويليرز له يوه ټلويزيون سره په خپله مرکه کې د نړيوال کرکټ ته د بېرته راتګ په اړه وويل، زموږ د لوبډلې لوبغاړي غواړي چې د سويلي افريقا لپاره يو ځل بيا لوبډلې ته راشم او لوبې وکړم، د دې لپاره د سويلي افريقا کرکټ بورډ ماسره اړيکې هم نيولې دي، خو زه به هغه وخت لوبډلې ته بېرته راشم چې په فارم کې يم او ښه لوبه وکولاى شم.

دغه نامتو توپوهونکى وايي، چې زما لپاره تر ټولو دا مهمه ده چې زه بايد دا ثابته کړم چې زه تر نورو غوره يم او ښه لوبه کولاى شم او د دې لپاره بايد زه په ښه فارم کې واوسم.

هغه زياتوي، چې که ماته داسې ښکاره شوه چې په لوبډله کې زما ځاى جوړېږي او زه دا وړتيا لرم، نو په يوولس کسيزه لوبډله کې شاملېدل به زما لپاره ډېر اسان وي.

تر دې مخکې نوموړي په اسټراليا کې نړيوال شام اوريز جام کې خپل ګډون شکمن بللى و، هغه ويلي و چې د هغه فارم، فيټنس او تېر کال په نړيوال جام کې نه ګډون ښايي د دې لامل شي چې هغه په نړيوال شل اوريز جام کې هم ګډون ونکړاى شي.

٣٦ کلن اې بي ډيويليرز د کرکټ يو له نامتو توپوهونکو څخه دى، نوموړي د سويلي افريقا لپاره په ١١٤ ټېسټ، ٢٢٨ يو ورځنيو او ٧٨ شل اوريزو سياليو کې ګډون کړى دى.

هغه په ټېسټ سياليو کې ٨٧٦٥، په يو ورځنيو سياليو کې ٩٥٧٧ او په شل اوريزو سياليو کې ١٦٧٢ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …