کورپاڼه / خپلواک / د هند نامتو کرکټر روهيت شرما ٣٣ کلن شو
روهيت شرما

د هند نامتو کرکټر روهيت شرما ٣٣ کلن شو

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې نامتو توپوهونکى او په تېر ٢٠١٩ نړيوال جام کې د ٥ سليزو ريکارډ جوړونکى روهيت شرما نن ٣٣ کلن شو.

٣٣ کلن روهيت شرما د هند کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر بېټسمېن دى، هغه د نړۍ يو له مخکښو او تکړه توپوهونکو څخه دى، چې تل يې د هند لوبډلې ته سترې برياوې ور په برخه کړې دي.

نوموړى چې د ١٩٨٧ کال د اپريل په دېرشمه نېټه د هند مهاراشټرا ايالت په ناګپور کې زېږېدلى دى، لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې د ايرلېنډ پر وړاندې په ٢٠٠٧ کال کې ترسره کړې وه، شل اوريزه لوبه يې هم په همدغه کال کې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړې وه او لومړنۍ ټېسټ لوبه يې بيا په ٢٠١٣ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړې وه.

روهيت شرما همدا راز په يو ورځنيو سياليو په يوه لوبه کې د زياتو منډو ريکارډ هم لري، هغه د سريلانکا پر وړاندې په ايډين ګارډنز لوبغالي (کلکته) کې د ٢٠١٤ کال د نومبر په ١٣مه نېټه ٢٦٤ منډې کړې وې، همدا راز يوازينى لوبغاړى دى چې په يو ورځنيو سياليو کې يې درې غبرګې سليزې هم وهلي دي.

روهيت شرما د هند لوبډلې لپاره ٣٢ ټېسټ، ٢٢٤ يو ورځنۍ او ١٠٨ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي دي، هغه په ټېسټ لوبو کې د ٤٦.٥٤ په اوسط ٢١٤١ منډې کړې دي، په يو ورځنيو لوبو کې يې د ٤٩.٢٧ په اوسط ٩١١٥ منډې کړې دي او همدا راز د ٣٢.٦٢ په اوسط يې په شل اوريزو لوبو کې ٢٧٧٣ منډې کړې دي.

همدا راز روهيت شرما په اى پي ايل سياليو کې هم تر نورو ډېر ځلېدلى دى، هغه چې د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره لوبېږي، نه يوازې دا چې د توپوهونکي په توګه ښه ځلېدلى دى، بلکې د دغه لوبډلې د لوبډلمشر ټاکل کېدو وروسته يې څلور ځلې خپله لوبډله اتلولۍ ته هم رسولې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …