کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې ٧م مقام له لاسه ورکړ
افغانستان لوبډله

افغانستان د شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې ٧م مقام له لاسه ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړيوالو شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې خپل ٧م مقام له لاسه ورکړ او درې مقامه نوره هم راښکته شوه چې اوس په لسم مقام کې قرار لري، خو بلخوا د خوښۍ خبر دا دى چې په ټېسټ سياليو درجه بندۍ کې افغانستان له بنګله دېش مخکې شو او اوس په نهم مقام کې قرار لري.

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د درې واړه فارمېټونو نوې درجه بندۍ اعلان کړې دي، چې په دې درجه بندۍ کې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان درې مقامونه له لاسه ورکړل.

د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې مخکې پاکستان په لومړي مقام کې و، خو اسټراليا، انګلستان او هند ترې مخکې شوې دي او اوس پاکستان په ٤م مقام کې قرار لري.

همدا راز اسټراليا بيا لومړى مقام ترلاسه کړى دى، انګلستان دويم او هند بيا دريم مقام ترلاسه کړى دى.

افغانستان چې مخکې په دې درجه بندۍ کې له سريلانکا، بنګله دېش او ويسټ انډيز څخه مخکې و، اوس له دې ټولو څخه شاته شوى دى او لسم مقام ته رسېدلى دى.

په نورو لوبډلو کې بيا سويلي افريقا په ٥م، نيوزيلېنډ په ٦م، سريلانکا په ٧م، بنګله دېش په ٨م او ويسټ انډيز په ٩م مقام کې قرار لري.

له افغانستان وروسته بيا د زمبابوې، ايرلېنډ، متحده عربي اماراتو، سکاټلېنډ، نېپال، پاپوا نيو ګينا، نيدرلېنډز، عمان، نميبيا او سينګاپور لوبډلې راغلي دي.

همدا راز اسټراليا نه يوازې دا چې په شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل کړى، بلکې د ټېسټ سياليو په درجه بندۍ کې يې هم د هند واک ختم کړى دى او لومړى مقام يې ترلاسه کړى دى.

هندۍ لوبډله له ډېر کلونو راهيسې د ټېسټ لوبو لومړى مقام لرونکې لوبډله وه، خو اوس ترې اسټراليا لومړى او نيوزيلېنډ دويم مقام ترلاسه کړ او هند دريم مقام ته لاړه.

افغانستان بيا د ټېسټ سياليو په درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى او تر بنګله دېش مخکې شوې ده، افغانستان اوس په دې لړ کې په نهم مقام کې قرار لري.

د يو ورځنيو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې بيا د تېر نړيوال جام اتله لوبډله انګلستان په لومړي مقام کې ده او هند په دويم او نيوزيلېنډ په دريم مقام کې قرار لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …