د ۲۰۱۹ کال د شپږيزې کرکټ لیګ د لوبو خپرولو حقوق ملي ټلويزيون ترلاسه کړل، چې سږ کال به د شپږيزې ټولې لوبې د ملي ټلويزيون په پرده مينه وال وکتلی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون مشر اسماعیل میاخېل د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو په تړاو چې د روانې اکټوبر میاشتې له اوومې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره کېږي، ناسته وکړه چې په پایله کې يې ملي راډیو ټلویزیون د یادو لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.
په دغه ناسته کې د ملي راډیو ټلویزیون مشر میاخېل په دې اړوند خوښي څرګنده کړه چې په وینا یې، ویاړو چې د شپږیزې کرکټ لوبو د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کوي.
په خبرپاڼه کې د مياخېل له خولې ليکل شوي: ((د خوښۍ ځای دی چې د دغو ملي لوبو حقوق موږ ترلاسه کړل، ملي راډیو ټلویزیون په دغه برخه کې د نړیوال جام تجربه هم له ځانه سره لري او دغه راز مو د هېوادوالو د خوښیو لپاره د یادو لوبو د نشر حقوق ترلاسه کړل.))
همدا رنګه د کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي هم وویل، خوښ دی چې ملي راډیو ټلویزیون د دغو ملي لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.
ستانکزي وویل: ((هیله لرم چې ملي راډیو ټلویزیون به دغه لوبې په ډېره ښه توګه خپرې کړې او دا چې ملي ټلویزیون په ټول هېواد کې خپرونې لري نو ډاډ لرم چې ټول هېوادوال به مو له دغو لوبو ډېر خوند واخلي چې زموږ اساسي موخه هم هېوادوالو ته د کرکټ لوبو رسول دي.))
د یادولو ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوومه پیل او د همدې میاشتې په تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام ومومي.
د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون د کرکټ نړيوال جام هم په ډېره ښه توګه خپور کړی و، چې خلکو له دې امله ډېر ستايلی و، يو ځل بيا به هېوادوال شپږيزه کرکټ ليګ په ډېره ښه بڼه د ملي ټلويزيون څخه ننداره کړي.