کورپاڼه / خپلواک / شرف الدين اشرف: هڅه وکړئ چې په هر حالت کې خوشحاله شئ
شرف الدين اشرف

شرف الدين اشرف: هڅه وکړئ چې په هر حالت کې خوشحاله شئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړى شرف الدين اشرف وايي، چې هڅه وکړئ چې په هر حالت کې خوشحاله شئ.

د کورونا ويروس له امله چې چېرته ټوله نړۍ کې خلک په کورونو ناست دي او حکومتونو ګرځبندېزونه اعلان کړي دي، په داسې کې افغانستان هم يو له هغه هېوادونو څخه دى چې ګرځبندېز پکې اعلان شوى او ډېرى خلک په کورونو کې کرنټين دي.

د نورو خلکو تر څنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کورونو کې کرنټين دي، خو د خلکو سره د اړيکو ساتلو او د خپل پېغام رسولو لپاره له ټولنيزو رسنيو څخه کار اخلي.

د ملي لوبډلې ٢٥ کلن لوبغاړي شرف الدين اشرف تازه په خپل ټويټر کې يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي چې ((هڅه وکړئ چې په هر حالت کې خوشحاله واوسئ.))

نوموړي همدا راز له خپل دې ټويټ سره د (غريبو خلکو سره په درناوي مرسته وکړئ)، (کور پاتې شئ روغ پاتې شئ) او (د کورونا مبارزې سره مرسته وکړئ) هشټاګونه هم کارولي دي.


شرف الدين اشرف چې د افغانستان په ملي لوبډله کې د الراونډر په حېث لوبېږي، تر دې مهاله پورې يې په ٢٥ يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

په افغانستان کې د کورونا وروستى حال

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په افغانستان کې د کورونا ويروس ٢٣٥ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره په هېواد کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٢٧٠٤ ته ورسېد. همدا راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې بيا له کورونا ويروس څخه ١٤ تنه رغېدلي هم دي.

په نړۍ کې د کورونا وروستى حال

په نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٣ ميليونه، ٤٩٧ زره او ٦ ته رسېدلي دي، همدا راز تر يو ميليون زيات کسان بيا تر دې دمه له کورونا رغېدلي هم دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …