کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: شل اوريزو سياليو کې د نړۍ غوره توپوهونکي مقام د وياړ خبره ده
راشد خان ١

راشد خان: شل اوريزو سياليو کې د نړۍ غوره توپوهونکي مقام د وياړ خبره ده

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې دا غلطه ده خبره ده چې هغه په تجارتي ليګونو کې ښه لوبېږي او د ملي لوبډلې په لوبو کې ښه نه لوبېږي.

هغه چې د ملي سپورټ ټلويزيون سره مرکه کوله، وويل چې زه له تېرو دوه کلونو راهيسې د نړيوالو شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په برخه کې لومړى مقام لرم او دا مقام مې د ملي لوبډلې د لوبو پر اساس ترلاسه کړى دى.

هغه وايي، همدا راز په ٤٤ لوبو کې د سل ويکټو ريکارډ جوړول هم د ملي لوبډلې د لوبو پر اساس و، چې دغه نړيوال ريکارډ مې جوړ کړ.

راشد خان چې د نورو لوبغاړو تر څنګ د کرنټين په دې ورځو کې په کور کې ناست دى، وايي چې خپل فيټنس ته په دې ورځو کې هم پوره پاملرنه کوي او له خپلو وروڼو سره په کور کې هره ورځ کرکټ هم کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کوژده دې کړې ده او که نه؟ راشد خان وويل، چې اوس يې ټول پام کرکټ ته دى او تراوسه يې کوژده نه ده کړې. هغه وويل چې د راتلونکو پنځه شپږ کلونو پورې يې کوژدې يا واده ته اراده نشته او ټول پام يې د کرکټ په اړه دى. هغه وايي کله چې يې هم کوژده وکړه، ټول به ترې خبر شي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، چې په روژه کې سندرې نه اوري، خو له روژې مخکې به يې سندرې اورېدلې او د خوښې سندرغاړې يې نغمه ده.

راشد خان چې نه يوازې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې لاسته راوړنې لري، بلکې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم هغه ښه ځلېدلى او هر ليګ کې لوبډلې هڅه کوي چې په خپله لوبډله کې يې شامل کړي.

نوموړى د څه وخت لپاره د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، چې وروسته يې لوبډلمشري پرېښوده او اصغر افغان د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر وټاکل شو.

راشد خان د افغانستان لپاره ٤ ټېسټ، ٧١ يو ورځنۍ او ٤٨ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې هغه ٢٤٥ ويکټې ترلاسه کړې دي او همدا راز ١١٧٤ منډې يې هم کړي دي.

راشد خان بيا په ٢١١ شل اوريزو لوبو کې هم ګډون کړى دى، چې ٢٩٦ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …