کورپاڼه / خپلواک / روژه او کرنټين؛ کرکټ بورډ په (هند) او (بنګله دېش) کې توپير نه شي کولاى
اصغر افغان

روژه او کرنټين؛ کرکټ بورډ په (هند) او (بنګله دېش) کې توپير نه شي کولاى

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه شاوخوا درې ساعته مخکې يوه ويډيو خپره شوې ده، چې پکې د بنګله دېش سره د ټېسټ لوبه د بنګله دېش پر ځاى په هند کې ليکل شوې ده.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه د بنګله دېش په چټوګرام کې د سپتمبر له ٥مې تر ٩مې نېټې، ٢٠١٩ کال کې ترسره شوې وه، چې افغانستان پکې په ٢٢٤ منډو بريا خپله کړې او راشد خان پکې د ښې لوبې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اخيستې وه.

په دغه لوبه کې اصغر افغان په لومړۍ پاڼۍ کې ٩٢ منډې کړې وې، چې افغانستان کرکټ بورډ د اصغر افغان د دغه توپوهنې لنډه ويډيو په خپله فېسبوکپاڼه خپره کړې ده.

په لاندې ويډيو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر اصغر افغان غوره توپوهنه درسره ننداره کړئ چې د بنګله دېش پر وړاندې يې د…

Posted by Afghanistan Cricket Board on Sunday, May 3, 2020

له دغه ويډيو سره د کرکټ بورډ په رسمي پاڼه ليکل شوي دي، چې ((په دغه ټيسټ لوبه کې چې د هند په دهرادون کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې وه پکې افغانستان بنګله ديش ته د ٢٢٤ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.))

حال دا چې دغه لوبه د بنګله دېش په چټوګرام لوبغالي کې ترسره شوې وه.

افغانستان کرکټ بورډ

دا هم ولولئ:

افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

هغه مهال د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان و، چې وروسته هغه له لوبډلمشرۍ ليرې او اصغر افغان يو ځل بيا لوبډلمشر وټاکل شو.

که د دغه ويډيو لاندې کمنټونو ته ځير شو، نو ٩٩ سلنه کمنټونه يې د اصغر افغان او يا هم کرکټ بورډ پر ضد شوي دي او يا په دې دواړو خلکو سختې نيوکې کړې دي.

ډېرى کسانو بيا ليکلي دي، چې کرکټ بورډ په زوره غواړي چې د اصغر افغان پر ضد په خلکو څرګندونې وکړي او له همدې امله د اصغر افغان په تړاو پوسټونه کوي.

دلته نه غواړو چې د يادې ويډيو لاندې کمنټونه ستاسې سره شريک کړو، تاسې کولاى شئ چې د کرکټ بورډ په پاڼه د خلکو کمنټونه ولولئ.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …