کورپاڼه / خپلواک / ميتالي راج: د نورو لوبډلو لپاره اوس موږ اسانه هدف نه يو
ميتالي راج

ميتالي راج: د نورو لوبډلو لپاره اوس موږ اسانه هدف نه يو

د هند يو ورځنيو لوبډلې لوبډلمشره ميتالي راج غواړي چې د خپل کيرير پاى ته رسېدو مخکې د نړيوال جام ټرافي خپل کور ته حتماً راوړي.

ميتالي راج دوه ځلې خپله لوبډله د نړيوال جام تر پايلوبې رسولې ده، لومړى ځل په ٢٠٠٥ او دويم ځل په ٢٠١٧ کال کې، خو د هند کرکټ لوبډلې دواړه ځل په پايلوبو کې له اسټراليا او انګلستان څخه ماتې وخوړلې.

ميتالي راج وايي، چې په وروستيو کې د هندۍ لوبډلې ښې لوبې او سترو لوبډلو ته ماتې ورکول د هندۍ لوبډلې په مقام کې نور هم اوچتوالى راوستى دى او اوس به يې هېڅ لوبډله اسانه هدف نه ګڼي.

هغې له سپورټ سټار سره په خپله مرکه کې وويل: ((نور به لوبډلې موږ اسانه هدف نه ګڼي او له موږ سره تر لوبو مخکې به په پوره تيارۍ نيسي.))

هغې همدا راز زياته کړه: ((پرلپسې ډول د نړۍ غوره لوبډلو لکه په يو ورځنيو لوبو کې اسټراليا او په شل اوريزو لوبو کې انګلستان ته ماتې ورکولو سره زموږ په خپل ځان باور زيات شوى دى او موږ کولاى شو هرې لوبډلې ته ماتې ورکړو.))

ميتالي راج تېر کال له نړيوال شل اوريز جام وروسته له نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه استعفا ورکړه خو په يو ورځنيو لوبو کې هغه مخکې هم لوبېدل غواړي. هغه همدا راز وايي، چې د کورونا په دې بحران کې په کور کې د ځان فيټ ساتلو لپاره خپل ځان هڅوي.

نوموړې وايي: ((زما په عمر کې فيټنس زما لپاره تر ټولو مهم دى چې زه په پرلپسې ډول خپل ځان وساتم، زه پوهېږم چې زه خپله وړتيا نه شم هېرولى، زه اوس هم وړتيا لرم چې توپوهنه وکړم او زه بايد خپل فيټنس برقراره وساتم.))

هغه وايي، چې د دوى روزونکى ورسره په دې برخه کې مرسته کوي چې څه ډول په کور کې دننه تمرينات ترسره کړي او خپل ځانونه فيټ وساتي، هغه وايي که څه هم دا ګرانه ده چې په کور کې دننه تمريناتو ته دوام ورکړي، خو په وېنا يې چې مېدان ته له تګ مخکې دا تمرينات ډېر ضروري دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …