کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي په کابل او لوګر کې په لسګونو بې وزلو مرستې وېشلي
محمد نبي

محمد نبي په کابل او لوګر کې په لسګونو بې وزلو مرستې وېشلي

د افغانستان کرکټ نامتو لوبغاړي محمد نبي د کابل او لوګر ولايتونو کې پر لسګونو بې وزله کورنيو مرستې وېشلي دي.

دا مرستې د محمد نبي د خېريه بنسټ (محمد نبي خېريه بنسټ) له لوري نن په يادو ولايتونو کې وېشل شوې دي.

د محمد نبي خېريه بنسټ وايي، چې دا ځل بيا هم يو شمېر هغه کورنۍ چې د روژې په مبارکه مياشت او کرنټين په دې حالت کې له سخت حالت سره مخ دي، دوى ورسره مرستې کړې دي.

د محمد نبي خېريه بنسټ مسوولين وايي، چې په دې مرستو کې ورسره د Technologists, Inc مسوول جاويد نورزاد خپله ونډه اخيستې وه.

د دغه مرستو د وېش پر مهال نامتو کرکټر محمد نبي پر شتمنو او سوداګرو غږ وکړ چې د خېر په دغه چاره کې يې ملاتړ وکړي، ځکه د ده په وېنا په يوازې سر ټولو ته رسيده ګي نه شي کولاى. هغه وويل چې له يوې خوا د روژې مياشت او بل پلو د کرنټين حالت دى، چې په دې حالت کې خلک ډېرو مرستو ته اړ دي.

د محمد نبي خېريه بنسټ مسوولين وايي، چې دوى د کورونا له رامنځته کېدو وروسته په تېره يوه مياشت کې په کابل، کندوز، ننګرهار، لغمان او لوګر ولايتونو کې له سلګونو بې وزله کورنيو سره مرستې کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …