خپلواک وېبپاڼه (۲۲ سپتمبر ۲۰۱۹): په نايجېريا هېواد کې يوې ښځې د خپل خاوند لمونځ نه کولو له امله له هغه څخه د خلع اخيستو غوښتنه کړې ده.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، د نايجېريا په کډونا ولايت کې د شريعت محکمې ته يوې ښځې د خپل خاوند څخه د خلع اخيستو لپاره عريضه کړې ده. يادې ښځې په خپله عريضه کې ويلي دي، چې محکمه دې يې نکاح لغوه کړي، ځکه چې خاوند يې لمونځ نه کوي.
دغه ښځې همدا راز محکمې ته ويلي دي، چې خاوند يې نه يوازې دا چې په هغې پام نه کوي، بلکې درناوی هم ورته نه لري او زياتره وخت يې د مور و پلار سپکاوی هم کوي، نو هغه نه شي کولای نور له خپل خاوند سره ژوند تېر کړي.
په خپله عريضه کې دغه ښځې مخکې ليکلي دي، چې د شرعي قانون له مخې د واده پر مهال چې هغې ته کوم مهر ورکړل شوی دی، هغه تياره ده چې خپل مهر بېرته خاوند ته ورکړي، خو محکمه دې د هغې د نکاح د لغوه کولو احکام ورکړي.
بلخوا د دغه ښځې خاوند بيا محکمې ته په خپلو خبرو کې د خپلې ښځې ټولې خبرې رد کړي دي او ويلي يې دي چې هغه پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره کوي او د خپلې خواښې او سخر ډېر زيات درناوی هم کوي. هغه له محکمې غوښتنه کړې ده چې دوی ته دې نور وخت ورکړل شي، چې دا ستونزه په خپل منځ کې حل کړي.
محکمې دواړو ته تر ۳۰ سپتمبر پورې وخت ورکړی دی او ويلي يې دي که چېرته د دغه نېټې پورې ستاسو ترمنځ جوړه ونه شوه، نو ښځه دې په دغه نېټه باندې خپل مهر هم خاوند ته بېرته ورکړي.