کورپاڼه / خپلواک / هربجن سینګ: انسانان لومړیتوب لري، کرکټ صبر هم کولی شي

هربجن سینګ: انسانان لومړیتوب لري، کرکټ صبر هم کولی شي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی سپینر توپ اچونکی هربجن سینګ وايي، چې د هند تجارتي لیګ د خلکو له ژوند ډېر مهم نه دی او که نه ترسره کېږي، نو دا کومه مسئله هم نه ده.

نوموړی وايي، چې کورونا ویروس نړیواله وبا ګرځېدلې ده او د کرکټ نړیوال لوبغاړي هم نه شي کولای نورو هېوادونو ته د کرکټ لپاره لاړ شي.

هغه وايي: ((ډېری هېوادونو په سفر بندېز لګولی او راتلونکو میاشتو کې هم دا بندېز لیرې کېدل نه ښکاري، زه فکر نه کوم چې نړیوال لوبغاړي دې په نږدې راتلونکې کې سفرونه وکولای شي، زه نه پوهېږم چې د هند حکومت او کرکټ بورډ به د ای پي ايل د راتلونکي په اړه څه پرېکړه کوي.))

هربجن سینګ په خپلو خبرو کې مخکې وايي: ((که رښتیا ووایم، که په تېرو ۱۳ کلونو کې په لومړي ځل د ای پي ایل سیالۍ نه ترسره کېږي نو هېڅ خبره نه ده، موږ دا فشار نه شو راوړلی چې په دې سخت وخت کې دې کرکټ ترسره شي، انسانان لومړیتوب لري، کرکټ صبر هم کولای شي.))

نوموړی همدا راز وايي، چې په اوس وخت کې يې کرکټ یو طرف ته کړی او ټول پام يې خپلې روغتیا ته دی.

هغه زیاتوي، چې اوس وخت کې باید ټول د ټېسټونو په اړه فکر وکړو او د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …