کورپاڼه / خپلواک / بين سټوکس: له تماشچيانو پرته د کرکټ لوبو کې هم خوشحاله يم
بين سټوکس

بين سټوکس: له تماشچيانو پرته د کرکټ لوبو کې هم خوشحاله يم

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مرستيا لوبډلمشر بين سټوکس وايي، چې هغه له تماشچيانو پرته هم په لوبغالي کې لوبو ته خوشحاله دى او لوبغاړو ته پکار دي چې د مينه والو لپاره حتماً څه نا څه وکړي.

د کورونا ويروس له امله د نړۍ زياترو هېوادونو کې ګرځبندېز اعلان دى، خلک په کورونو کې ناست دي او په داسې وخت کې هر ډول ورزشي لوبې او کرکټ هم لغوه شوى دى.

د ګرځبندېز پر مهال بين سټوکس ماشومانو يو خېريه بنسټ لپاره د چندې راغونډولو په کمپاين کې ګډون وکړ او ماشومانو ته يې چنده راغونډه کړه.

بين سټوکس له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه د بندو دروازو تر شا د کرکټ لوبو ته هم خوشحاله دى، هغه وويل چې هېڅ داسې فکر نه کوي چې پرته له تماشچيانو دې د لوبغاړو په پرفارمنس کوم اثر پرېوځي، ځکه چې کرکټ فقط يوه لوبه ده او په اوسني وخت کې د خلکو روغتيا او خونديتوب تر هر څه ډېر مهم دى.

د انګلستان دغه الراونډر وايي، چې نړيوال کرکټ بايد پيل شي، له تماشچيانو پرته بايد لوبې ترسره شي، د کورونا ويروس په دې بحران کې بايد لوبغاړي لوبې وکړي، تر څو د کرکټ مينه وال يې په کورونو کې په خپلو ټلويزيونونو کې وګوري، لوبغاړو ته پکار دي چې د مينه والو لپاره څه نا څه وکړي.

د يادولو ده چې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم لغوه شوې ده، ښايي دا درې ټېسټ لوبې په ګرمۍ کې پرته له تماشچيانو ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …