کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي د بې وزله هېوادوالو لپاره انلاين مرستې راټولوي
محمد نبي

محمد نبي د بې وزله هېوادوالو لپاره انلاين مرستې راټولوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړى محمد نبي د کورونا ويروس په دې بحران کې د بې وزله او غريبو هېوادوالو لپاره په انلاين بڼه مرستې راټولوي.

محمد نبي چې د (محمد نبي خېريه بنسټ) هم لري او وخت نا وخت له غريبو او بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوي، د کورونا بحران له پيل سره يې د کابل، کندوز، ننګرهار، لغمان او لوګر ولايتونو کې له سلګونو بې وزله او غريبو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

محمد نبي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې د دوى خېريه بنسټ د انلاين مرستې ټولو لړۍ پيل کړې ده، چې د کورونا په اوسني حالت کې د خپلو بې وزلو سره مرستې وکړي.

هغه همدا راز ليکي، چې دا زموږ اسلامي او انساني دنده ده چې د روژې مبارکې مياشت کې او په ځانګړې توګه په اوسنيو حالاتو کې د هېوادوالو لاسنيوى وکړو او له اړمنو خلکو سره مرستې وکړو.

نوموړي له ټولو خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې د مرستو راټولولو په دې کمپاين کې دې ورسره برخه واخلي.

محمد نبي چې د مرستو راټولولو لپاره کوم کمپاين په لاره اچولى دى، په هغې کې دوى ليکلي دي چې تر ١٠ زره پاونډو پورې مرستې يې هدف دى. تر دې مهاله پورې ١١٥٥ پاونډه مرستې راټولې شوې دي او لا هم خلک لګيا دي د محمد نبي له لوري په دغه روان کمپاين کې خپلې مرستې کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …