کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان: کرنټين کې سهار او ماښام په کور کې تمرين کوم
اصغر افغان

اصغر افغان: کرنټين کې سهار او ماښام په کور کې تمرين کوم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم د کورونا ويروس له امله په کور کې کرنټين دى او وايي چې سهار او ماښام تمرين کوي.

اصغر افغان وايي، چې د بدني ځواک د ساتنې لپاره دا ډېره مهمه ده چې هره ورځ په کور کې تمرين وکړي. هغه همدا راز نورو لوبغاړو ته هم سپارښتنه کوي، چې د بدني ځواک د ساتنې لپاره دې تمرين وکړي او همدا راز خپلو خوړو ته دې هم ځانګړى پام وکړي.

اصغر افغان وايي، چې د کورونا ويروس له امله چې دولت ګرځبندېز لګولى دى او له کورونا سره د مبارزې لپاره يې خلکو ته ويلي دي چې په کور کې پاتې شئ، نو هغه هم په خپل کور کې دى او له دې امله مېدان ته نه ځي.

هغه همدا راز زياتوي، چې په خپل کور کې سهار او ماښام دوه دوه يا دوه نيم دوه نيم ساعته تمرين کوي. هغه وايي که څه هم دا ډېر سخت کار دى، خو هغه اړ دى چې دا کار وکړي.

اصغر افغان وايي، چې د ورځې له ١٢ بجو څخه بيا تر ٢ بجو پورې او د شپې له خوا بيا له ٨ بجو څخه تر ١٠ بجو پورې هره ورځ په کور کې تمرين کوي.

د کورونا ويروس له امله چې په ټوله نړۍ کې د نورو ورزشونو تر څنګ د کرکټ سيالۍ هم لغوه شوې دي، په دې لړ کې د افغانستان د کرکټ کورنۍ سيالۍ هم لغوه اعلان شوې دي او افغان لوبغاړي په خپلو کورونو کې کرنټين دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …