کورپاڼه / د کندهار والي د کورونا پايله مثبته راوتلې
حيات الله حيات

د کندهار والي د کورونا پايله مثبته راوتلې

د کندهار والي حيات الله حيات د کورونا ويروس ناروغۍ  پايله مثبته راوتلې ده او ويل کېږي چې د هغه په ګډون يې يو شمېر ساتونکي هم کورونا ناروغۍ نيولي دي.

ازادي راډيو په خپل يو خبر کې ويلي دي، چې د کندهار والي حيات الله حيات په کورونا ناروغۍ اخته شوى دى. دوى همدا راز زياته کړې ده، چې د کندهار ولايت مقام يوې سرچينې ورته ويلي دي، چې حيات الله حيات او د هغه يو شمېر ساتونکي په کورونا ويروس اخته شوي دي.

ازادي راډيو د يادې سرچينې له قوله ليکلي دي، چې د کندهار والي او د هغه د يو شمېر ساتونکو د کورونا ويروس د معلومولو لپاره روغتيايي سمپلونه د کندهار حوزې لابراتوار ته لېږل شوي دي، چې نن د شپې ناوخته يې پايله مثبته راووتله.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د عامې روغتيا وزارت وزير فېروز الدين فېروز هم په کورونا ويروس ناروغۍ اخته شوى دى او د عامې روغتيا وزارت د وياند په وېنا، هغه په خپل کور کې کرنټين دى.

په افغانستان کې کندهار دريم هغه ولايت دى چې د کورونا ويروس ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي، له کابل او هرات وروسته په کندهار کې ٤٨١ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د يادولو ده چې په افغانستان کې تر دې مهاله پورې د کورونا ويروس ٣٧٨٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې بيا ٤٧٣ کسان بېرته رغېدلي هم دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د پاکستان شل اوریزو سیالیو اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډلې په خپل نوم کړه

د پاکستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د نېشل کپ شل اوریزو سیالیو اتلولي …