کورپاڼه / خپلواک / هندي ميوزيم د پاکستاني لوبغاړي بېټ په ١ ميليون روپۍ واخيست
اظهر علي

هندي ميوزيم د پاکستاني لوبغاړي بېټ په ١ ميليون روپۍ واخيست

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ کپتان اظهر علي د کورونا ويروس له امله له بې وزلو سره د مرستې لپاره خپل بېټ ليلامۍ ته وړاندې کړى و، چې د هند يو ميوزيم په ١ ميليون روپۍ واخيست.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، اظهر علي هغه بېټ چې په ٢٠١٦ کال کې يې پرې د ويسټ انډيز پر وړاندې ٣٠٢ منډې کړې وې او هغه کميس چې په ٢٠١٧ کال چيمپينز ټرافۍ کې يې په تن کړې وه، ليلامۍ ته ړاندې کړې.

د کميس او بېټ چې ليلامۍ ته وړاندې شو، ترلاسه شوې پېسې يې د کورونا ويروس اغېزمنو سره د مرستو په لړ کې ورکول کېدې، په دواړو باندې د پاکستان کرکټ ملي لوبغاړو لاسليکونه هم و.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د کميس او بېټ دواړو بيه ١-١ ميليون روپۍ ايښودل شوې وه، چې دواړه په ٢.٢ ميليونه روپۍ وپلورل شول.

اظهر علي دا خبره تاييد کړې ده چې د هند په پونى ښار کې د بليډز اف ګلوري کرکټ ميوزيم د هغه بېټ په ليلامۍ کې په ١ ميليون روپۍ واخيست.

هغه همدا راز وويل، چې کميس يې بيا په کاليفورنيا کې يوه پاکستاني الاصله په ١.١ ميليون روپۍ واخيست. همدا راز يو بل پاکستاني هم بيا ١٠٠ زره روپۍ مرسته ورسره وکړه.

د يادولو ده چې اظهر علي په خپل ټويټر اکاونټ کې ټويټ کړى و، چې د کورونا ويروس له امله خلکو سره غواړي چې مرسته وکړي او په دې برخه کې خپل کميس او بېټ ليلامۍ ته وړاندې کوي، چې د پيل بيه يې ١-١ ميليون روپۍ ده.

هغه همدا راز وويل، چې په دواړو د نورو لوبغاړو لاسليکونه هم شته او هغه ته دا دواړه ډېر ګران دي، خو په دې وخت کې له خلکو سره مرستې کول ډېر اړين دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …