کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو
محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ امکان شته چې په اسيا جام افغان لوبډله اتلولي خپله کړي.

محمد نبي چې د ملي سپورټ ټلويزيون سره يې مرکه کوله، وې ويل چې د کرنټين پر مهال په خپل کور کې د کورنۍ له غړو سره بېلا بېلې لوبې کوي او همدا راز خپل کرکټ او فيټنس ته هم ځانګړى پام کوي.

نوموړي همدا راز د خپل بنسټ په اړه هم وويل، چې محمد نبي خېريه بنسټ له تېرو دوه کلونو راهيسې فعاليت کوي او د کرنټين په دې اوسني حالت کې يې له ډېرو بې وزله کورنيو سره مرستې کړې دي.

نوموړي همدا راز وويل، چې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې يې ډېرې لوبې ګټلى شوې، خو د وړو وړو تېروتنو له امله يې لوبې له لاسه ورکړې. هغه وويل چې د پاکستان پر وړاندې لوبه کې ٩٠ سلنه بريا زموږ وه، خو په وروستۍ کې يوې تېروتنه لوبه زموږ له لاسه ورکړه.

محمد نبي وايي، چې په نړيوالو لوبغاړو کې يې کيوين پيټرسن خوښېږي او د افغانستان ټول لوبغاړي ورته يو ډول ارزښت لري. هغه وويل چې ١٥ کاله يې کېږي چې واده يې کړى دى او واده يې د مور و پلار په خوښه کړى و.

د يوې پوښتنې په ځواب کې محمد نبي وويل، چې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډله د اسيا جام د ګټلو چانس ډېر لري، ځکه چې افغانستان په اسيا کې ډېر ځلېدلى دى.

نوموړي دا هم وويل، چې کله هم د پاکستان او هند پر وړاندې لوبېږي، نو له هغه سياليو ډېر خوند اخلي، ځکه د دواړو لوبډلو له لوبغاړو سره پوره بلد دى.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …