کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ټېسټ نړيوالو سياليو کې سريلانکا لومړۍ بريا خپله کړه
سريلانکا

د ټېسټ نړيوالو سياليو کې سريلانکا لومړۍ بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه – ګالي، سريلانکا: د ايي سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ په لړ کې د سريلانکا لوبډلۍ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نيوزيلېنډ ته ماته ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه چې له دې سره يې ۶۰ نومرې هم ترلاسه کړې.

د لوبې پچه نیوزيلېنډ ګټلې وه او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه کړې وه.

په خپله لومړۍ پاڼۍ کې نيوزيلېنډ ۲۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې راس ټېلر ۸۶ او هينري نيکولاس ۴۲ منډې وکړې. د سريلانکا له خوا بيا اکيلا دننجايا ۵ او سورانګا لکمل ۴ لوبغاړي وسوځول.

سريلانکا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۶۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيروشان ډيکويلا ۶۱، کوسل مينډيس ۵۳، اينګليو ميتيوز ۵۰ او سورانګا لکمل ۴۰ منډې وکړې. د نيوزيلېنډ له خوا بيا اعجاز پټيل ۵، ويليم سوميرويلي ۳ او ټرينټ بولټ ۲ لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلېنډ په خپله دويمه پاڼۍ کې ۲۸۵ منډې وکړې، چې بي جی واټلينګ ۷۷، ټام لتام ۴۵ او ويليم سوميرويلي ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د سريلانکا له لسيت ايمبولډينيا ۴، ډيسلوا ۳ او کماره ۲ لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلېنډ د بريا لپاره سريلانکا لوبډلې ته ۲۶۸ منډې هدف وټاکه.

سريلانکا لوبډلې ياد هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ايي سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ کې يې په ۶ ويکټو لومړۍ بريا خپله کړه.

د سريلانکا له خوا ډيموت کرونارټنی ۱۲۲ او لهيرو تهيريمانی ۶۴ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيموت کرونارټنی ته ورکړل شوه.

په ياد نړيوال سيريز کې نهه لوبډلې دي، چې د سريلانکا او نيوزيلېنډ په ګډون اسټراليا، انګلستان، ويسټ انډيز، هند، سويلي افريقا، بنګله دېش او پاکستان هم پکې شاملې دي.

ياد سيريز چې په ۲۰۱۹ کې پيل او په ۲۰۲۱ کې به پای ته رسېږي، هره لوبډله به پکې دوه لوبلړۍ ترسره کوي، چې يوه به په خپل هېواد کې او بله به په بهرني هېواد کې ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسون شناکا

ډمبوله وايکينګ د ٢٨ منډو په توپير د کولمبو کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډمبوله وايکينګ لوبغاړو ښه توپوهنه او ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د ٢٨ …