کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي
عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم پکې بې درېغه دي او په داسې وختونو کې بيا ځينې لوبغاړي فساد ته لاس واچوي او کله کله عمري او کله هم د ډېرو کلونو لپاره له بندېز سره مخ شي.

په دې برخه کې تازه پېښه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق دى، چې کرکټ بورډ پرې د ٦ کلونو لپاره بندېز ولګاوه. کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان غوره ليګ (٢٠١٨) او د بنګله دېش غوره ليګ (٢٠١٩) کال کې شفيق الله شفق فساد يا جوړجاړى کړى دى او خپل جرم يې هم منلى دى.

خو دلته درسره د هغه لوبغاړو ليسټ شريکوو، چې په نړيوالو سياليو کې يې فساد يا جوړجاړى کړى دى او له هغه وروسته بيا له بندېز سره مخ شوي دي، ځينې باندې يې وروسته بندېز ختم شوى او د ځينو بندېز کم شوى هم دى، خو موږ يې يوازې د هغه بندېز يادونه کوو، چې په پيل کې پرې لګېدلى و.

د پاکستان د مډل ارډر توپوهونکى سليم ملک هغه لومړنى نړيوال لوبغاړى و چې د فساد له امله ټول عمر د کرکټ څخه پرې بندېز ولګېده، هغه همدا راز لومړنى لوبغاړى و چې د فساد له امله زندان ته هم تللى دى، په هغه په ٢٠٠٠ کال کې بندېز لګېدلى و.

عطا الرحمان د پاکستان بل لوبغاړى و چې په ٢٠٠٠ کال کې له ټول عمري بندېز سره مخ شو، هغه د مېچ فيکسرانو سره د لوبو جوړجاړى کړى و.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر اظهر الدين هم د لوبو د فيکس کولو له امله په ٢٠٠٠ کال کې د ټول عمري بندېز سره مخ شو، خو وروسته په ٢٠١٢ کال کې له هغه دا بندېز ليرې شو، د اظهر الدين په ژوند فلم هم جوړ شوى دى.

اجى شرما بل هندى لوبغاړى و چې د ټول عمري بندېز سره مخ شو، اجى جډيجا بيا د فساد له امله د ٥ کالو له بندېز سره مخ شو او د هند بل لوبغاړى منوج پرابکر بيا د ٥ کالو لپاره له کرکټ څخه بند شو.

د سويلي افريقا هنسي کرونج د ټول عمر لپاره له کرکټ څخه بند شو، همدا راز هرشل ګبز او هينري ويليمس بيا د ٦-٦ مياشتو لپاره له بندېز سره مخ شوي دي.

د کينيا لوبډلې موريس اوډمبى چې د لوبو د جوړجاړي لپاره يې پېسې ترلاسه کړې وې، د ٥ کالو لپاره له کرکټ بندېز سره مخ شوى و، همدا راز د ويسټ انډيز مارلون سيمويلز بيا د ٢ کلونو لپاره د فساد په تور له بندېز سره مخ شوى و.

د پاکستان محمد عامر د ٥ کلونو لپاره، محمد اصف د ٧ کلونو لپاره، سلمان بټ د ١٠ کلونو لپاره او دانش کنېريا بيا د ټول عمر لپاره د فساد په تور له کرکټ څخه بند شوي و.

له هغه وروسته بيا د بنګله دېش محمد اشرفل د ٨ کلونو لپاره د کرکټ له بندېز سره مخ شو چې وروسته يې ٣ کاله بندېز راکم کړاى شو، همدا راز شريف الحق بيا د نامعلومه وخت لپاره له بندېز سره مخ شوى و.

د نيوزيلېنډ لو وينسينټ بيا د ټول عمر لپاره له بندېز سره مخ شوى و او د سريلانکا کوشل لوکارچي د ١٨ مياشتو لپاره له بندېز سره مخ شوى و. د سويلي افريقا غلام بودي د ٢٠ کلونو له بندېز سره مخ شوى و، د هانګ کانګ عرفان احمد د ٣٠ مياشتو لپاره، د سويلي افريقا تامي سوليکلي د ١٢ کلونو لپاره او د پاکستان شرجيل خان د ٥ کلونو لپاره له بندېز سره مخ شوي و.

د سويلي افريقا لانوبو سوټسوبي د ٨ کلونو، الويرو پيټسن د ٢ کلونو لپاره، د بنګله دېش شکېب الحسن د ١ کال لپاره او تازه څو ورځې مخکې د پاکستان عمر اکمل د ٣ کلونو لپاره له بندېز سره مخ شوي دي.

دا ټول لوبغاړي په نړيوالو سياليو کې د فساد له امله، د فساد لپاره د پېسو ترلاسه کولو او همدا راز له مېچ فيکسرانو سره د اړيکو يا خبرو کولو په تورونو له بندېز سره مخ شوي دي.

همدا راز ٢١ لوبغاړى چې ډېرى يې پکې د هند او پاکستان دي، په ډوميسټيک سياليو کې هم د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي دي.

شفيق الله شفق بيا د افغانستان لومړنى لوبغاړى دى چې د فساد له امله د کرکټ له بندېز سره مخ کېږي، هغه د ٦ کلونو لپاره له هر ډول کرکټ څخه بند شوى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …