کورپاڼه / خپلواک / افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي
اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه چکرونه او نورې مزې چې هر څوک يې غواړي.

دا خبرې د امريکا غږ خبريال او په ځانګړې توګه د افغانستان په کرکټ پام لرونکي خبريال جعفر هاند په خپله يوه وروستۍ ليکنه کې کړې دي.

جعفر خاند دغه لنډه ليکنه په خپل فېسبوک کې خپره کړې ده، چې هغه پکې وايي، په کرکټ او په خاص ډول د افغانستان په کرکټ کې درې شيان زيات دي:

١-: بې حسابه پېسې؛ چې ډېر افغانان ورته د ټينګې نه دي

٢-: شهرت؛ چې ډېر افغانان يې سخت تږي دي

٣-: سفرونه، چکرونه او (نورې مزې) چې هر څوک يې غواړي

هغه وايي چې ارګ د افغانستان کرکټ بورډ ته د يوې پروژې په سترګه کتلي دي او د کرکټ هغه ارزښت يې خراب او پايمال کړى دى. هغه وايي چې د افغانستان د کرکټ له لارې بايد لاندې هدفونه ترلاسه شوي واى:

١-: د جګړه ځپلي افغانستان ريبرانډېنګ\نړۍ ته ښه تصوير وړاندې کول او دا تصوير ساتل

٢-: د سپورټ ډپلوماسي لرل او پلي کول او له دې لارې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د فرهنګي او نورو اړيکو ښه کول

٣-: د قومونو ترمنځ يووالي ته کار کول او کرکټ د ټولو افغان قومونو لوبه ګرځول

٤-: د تاوتريخوالي په کمولو کې کرکټ د يوې وسيلې په توګه کارول (ښه مثال يې جنوبي افريقا او سريلانکا دي)

٥-: په جګړه ځپلو سيمو کې د کرکټ له لارې ځوانان جذبول او سالم مصروفيت ته يې پام کول

٦-: د کرکټ له لارې لسګونه زره ځوانانو ته کاري زمينې برابرول او د بې کارۍ سره مبارزه کول

٧-: د جګړه ځپلو سيمو د کرکټ ځوانان ښارونو او د ښارونو جګړه ځپليو سيمو ته د لوبو لپاره بيول، د يو بل له حال يې خبرول او له دې لارې مثبت او د عدم تشدد پېغام لېږدول

٨-: د هېواد په جګړه ځپليو سيمو کې د کرکټ له لارې ځينې عمراني پروژې عملي کول

٩-: د کرکټ لپاره د راتلونکو پنځو او لسو کلونو لپاره يوه ځانګړې تګلاره او ويژن چې دا ټول پلانونه عملي شي

١٠-: کرکټ د ښوونځي او پوهنځي لوبه ګرځول چې دا لوبه نور هم بنسټيزه شي او ډېر نور…

جعفر هاند او مجيب الرحمان
جعفر هاند له نامتو توپ اچونکي مجيب الرحمان سره

جعفر هاند په خپله ليکنه کې همدا راز ليکي، چې پورته ياد شوي کارونه خو يا هېڅ ترسره شوي نه دي او ځينې يې تش نمايشي شوي دي. هغه وايي چې دا کارونه سخت نه دي يوازې ښه مديريت، ښه مشرتابه، ستراتيژي، ويژن او پلان غواړي.

هغه وايي، چې حکومت او چارواکو کرکټ ته د يوې پروژې په سترګه کتلي دي، نه د يوه ملي او نړيوال ارزښت په سترګه. نوموړى وايي، چې ولسمشر غني بايد دې ته د يوه ارزښت په توګه وګوري او يوازې د لوبو په سترګه دې ورته نه ګوري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …