کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ لوبې په تشو لوبغالو کې ترسره کېږي، نو خوند به له لاسه ورکړي.

ويراټ کوهلي چې د سټار سپورټس ټلويزيون سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې داسې ممکن ده، زه نه پوهېږم نور خلک به په دې اړه څه فکر کوي، خو موږ ټول عمر له ولولو او جذبو ډکو تماشاچيانو پر وړاندې لوبې کړي دي او له دې سره عادت يو.

هغه له تماشچيانو پرته په لوبغالو کې د لوبو ترسره کولو په اړه وويل، لوبې خو به د پوره توجه او پام سره ترسره شي، خو هغه احساسات چې موږ به له تماشچيانو ترلاسه کول او هغه ټېنشن چې موږ به په لوبغالي کې احساساوه، دا هر څه پرته له تماشچيانو راپېدا کول به ګرانه وي.

د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د لوبو لوبغالي خالي پراته دي او د لوبو ستر ستر پروګرامونه لغوه شوې دي.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور په وېنا، د پېسو له لحاظه د تجارتي ليګونو ستر ليګ هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل تراوسه پورې نه دى ترسره شوى او په داسې حال کې دى، چې معلومات نشته راتلونکي کال کې به ترسره شي او که نه.

ويراټ کوهلي بيا وايي، چې موږ به لوبې هماغسې ترسره کوو، لکه مخکې چې مو ترسره کولې، خو په لوبو کې هغه خوند چې تماشچيانو پېدا کاوه، پېدا کول به يې ګران شي.

د اې اېف پي د راپور په وېنا، اروپايي فوټبال ليګ په دې اړه فکر کوي چې لوبې په تشو لوبغالو کې ترسره کړي، همدا راز د هند کرکټ بورډ هم د اى پي ايل په اړه داسې اشاره ورکړې ده، چې دوى کولاى شي په تشو لوبغالو کې لوبې له نړيوال شل اوريز جام مخکې ترسره کړي.

همدا راز د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي هم ويلي دي، چې هغوى د لوبو د بيا ترسره کېدا لپاره په ټولو اپشنونو فکر کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …