کورپاڼه / خپلواک / له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟
نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ کلونو لپاره د هر ډول کرکټ بندېز لګولى دى او د کرکټ بورډ د راپور په وېنا، چې شفق په خپله دا خبرې منلې دي.

په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ راپور ته وګورو، نو دا يوه قانوني او سمه پرېکړه ګڼل پکار دي، خو بيا هم د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه چې مې د دغه پوسټ لاندې تبصرې ولوستې، له زرو زياتو کسانو په تبصرو کې ٩٩ سلنه کسانو پر کرکټ بورډ سختې نيوکې کړې دي.

له هغه وروسته راسره فکر پېدا شو، چې ولې د افغانانو له کرکټ سره دومره کرکه پېدا شوه؟

هغه مهال چې افغانستان بشپړ غړيتوب هم نه درلود او له ډېرو کوچنيو لوبډلو سره به يې لوبې ترسره کولې او خلکو به په راډيو باندې اورېدلې او من من غوښه به يې ورته اخيسته، خو اوس چې موږ بشپړ غړيتوب لرو، لوبغاړي مو په درجه بندۍ کې تر نورو مخکې دي، په ټېسټ کې هم نهم مقام ته ورسېدو، بيا هم افغانان له کرکټ ولې دومره کرکه لري؟

که تاسې د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه د دوى پوسټونو ته لاندې تبصرې تعقيب کړئ، نو په پوره توګه به درته معلومه شي چې اوس خلک له کرکټ سره څومره مينه لري، ځکه هلته د خلکو له نيوکو او توندو خبرو څخه دا هر څه په واضحه پيل کېږي.

له کرکټ څخه د افغانانو د کرکې دوه ستر لاملونه دي، په کرکټ بورډ او لوبډله کې د لوبغاړو ترمنځ ستونزې.

لومړى خو دا چې په کرکټ بورډ کې په پرلپسې توګه داسې کسان مقرر شو، چې له کرکټ سره يې هېڅ واسطه نه وه، هغوى يوازې د خپلو ځانونو پړسولو او د خپلو خلکو مقررولو لپاره کار وکړ او لا هم دا کار دوام لري.

دويمه د لوبغاړو ترمنځ د خپلو ملګرو او دوستانو د لوبولو په سر لانجې او د لوبډلې د لوبډلمشرۍ پر سر لانجې رسنيو ته راووتې، په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې او لوبډله په څو برخو ووېشل شوه، چې په نړيوال جام کې موږ وليدل، چې د نړۍ له غوره لوبغاړو سره بيا هم موږ ونه شول کولاى کومې لوبډلې ته ماتې ورکړو.

له هغه وروسته بيا د ګلبدين په فېسبوک په ژوندۍ بڼه راتلل، د نورو لوبغاړو مرکې او د کرکټ بورډ د قاطعيت نه شتون په خلکو کې د کرکټ او کرکټ بورډ پر وړاندې سخته کرکه راوپاروله.

په وروستيو څو لسيزو کې کرکټ هغه يوازينۍ لوبه وه چې په نړيواله کچه يې د افغان او افغانستان سم انځور نړۍ ته وړاندې کړ، خو هغه هم يو څو کسانو د خلکو پر وړاندې دومره بد کړل، چې ان اوس يې خلک په خوشحالۍ هم نه خوشحالېږي.

موږ ته په واضحه توګه معلومه ده، چې شفيق الله شفق ښايي نور دوه کاله هم کرکټ ونه شي کولاى، خو په ځاى د دې چې خلک د کرکټ بورډ دغه پرکړې هرکلى وکړي، بېرته په کرکټ بورډ نيوکې کوي او لامل يې دا دى، چې محمد نبي او راشد خان چې د کرکټ بورډ د پرېکړو پر وړاندې ودرېدل او کرکټ بورډ يې په وړاندې هېڅ غبرګون ښکاره نه کړ، په نړيوال جام کې په محمد نبي، راشد خان او اصغر افغان باندې د خيانت تورونه ولګېدل، چې دا تورونه په خپله ګلبدين نايب د فېسبوک په لايف ويډيو کې ولګول، خو په ځاى د دې چې کرکټ بورډ په دې باندې کوم قانوني ګامونه پورته کړي، له جرګو او مرکو څخه يې کار واخيست، که څه هم لوبغاړي يې په خپل منځ کې سره پخلا کړل، خو له کرکټ څخه يې د افغانانو زړونه تور کړل.

د کرکټ بورډ اوسنى مشرتابه چې د دولت ځدراڼ په وېنا، د کرکټ په الف با هم نه پوهېږي، که همداسې دوام وکړي، نو ښايي هغه ورځ ليرې نه ده، چې د کرکټ له نوم څخه به په افغانستان کې خلک بد وړي.

ليکوال : بېدار افغان

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …