کورپاڼه / خپلواک / د هند نامتو کرکټر هم منظوري خولۍ په سر کړه
خليل احمد

د هند نامتو کرکټر هم منظوري خولۍ په سر کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي خليل احمد هم منظوري خولۍ په سر کړه، د هغه له تازه انځور څخه ښکاري چې نوموړى هم د پښتون ژغورنې غورځنګ او منظور پښتين ملاتړى دى.

د هند کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسي ميډيم توپ اچونکي خليل احمد په خپل رسمي اکاونټ کې خپل يو انځور خپور کړى دى، چې هغه پکې منظوري خولۍ (هغه خولۍ چې د منظور پښتين په سر وي او اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه نښه ګرځېدلې) په سر ده.

په دغه انځور کې له هغه سره يو بل کس هم ښکاري، چې امتياز علي نومېږي او د خليل احمد روزونکى دى او نوموړي هم دا پوسټ د هغه د کليزې په مناسبت سره کړى او هغه ته يې مبارکي ويلې ده.


خو د دې عکس تر ټولو خوندوره خبره دا ده، چې د هند دغه نامتو کرکټر هغه خولۍ په سر کړې ده چې اوس په ټوله نړۍ کې د پښتنو لپاره د ازادۍ او مبارزې لپاره يوه نښه ګرځېدلې ده.

٢٢ کلن خليل احمد چې  هند په راجستان کې زېږېدلى دى، په ٢٠١٨ کال کې يې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړې، له هغه راوروسته نوموړي تر دې مهاله پورې ١١ يو ورځنۍ او ١٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٥ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٣ کسان سوځولي دي، همدا راز نوموړى په اى پي ايل سياليو کې بيا د ډيلي ډيرډيويلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو لپاره لوبېدلى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي: د اصغر په لوبډلمشرۍ اسيا جام ګټلى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو الراونډر محمد نبي وايي، چې د اصغر افغان په …