کورپاڼه / خبرونه / کورونا؛ افغانستان کرکټ بورډ د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه کموي
لطف الله ستانکزى

کورونا؛ افغانستان کرکټ بورډ د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه کموي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کورونا ويروس له امله دوى د مۍ مياشتې لپاره د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه کموي، خو که دا لړۍ دوام وکړي نو راتلونکې مياشت به ٥٠ سلنه معاشونه کم کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي له (سرکل اف کرکټ) وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کورونا ويروس پر کرکټ بورډ هم اغېز کړى دى او دا چاره يې د لګښتونو د کمولو په موخه کړې ده.

نوموړى زياتوي، چې موږ پرېکړه کړې ده چې د روزونکو ٢٥ سلنه معاشونه د مۍ په مياشت کې راکم کړو، خو که چېرته کورونا ويروس دوام وکړ او حالت همداسې روان و، نو د جون په مياشت کې به د دوى معاشونه ٥٠ سلنه کموو.

هغه وايي چې دا کار به په هغه حالت کې وکړي، که چېرته دوى نړيوالې سيالۍ پيل نه کړې، نوموړى وايي چې موږ ښايي دې کار ته بيا ادامه ورکړو.

لطف الله ستانکزى وايي، چې موږ په دې هڅه کې يو چې مصارف راکم کړو، هغه که له هرې لارې کېداى شي. نوموړى وايي، چې د اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام په اړه هم تر دې مهاله پورې هېڅ معلومات نشته چې دا به ترسره شي او که نه.

هغه وايي، که چېرته اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام سږکال ترسره نه شي، نو دا به دوى ته په اقتصادي ډول تاوان ورسوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې پرېکړې سره به د مۍ مياشتې لپاره د مشر روزونکي لانس کلوزنر، د توپوهونې روزونکي اېچ ډي اکرمن او د مرستيال روزونکي نوروز منګل معاشونه کم شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان اغېزناک لوبغاړى

راشد خان د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند تجارتي ليګ …