د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق وايي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې په اړه به په خپله فېسبوکپاڼه لايف راشي.
هغه په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې ٢٠ دقيقې وروسته لايف راځي، يعنې ١٠:٣٠ بجې هغه په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راځي او وايي چې له ډېرو ناويلو څخه به پرده پورته کړي.
شفيق الله شفق ليکلي دي، چې زما په اړه د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې او ډېرو ناويلو باره کې په ژوندۍ بڼه راځم، زما سره ملګرتيا وکړئ.
شفيق الله شفق باندې د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې د هر ډول کرکټ ٦ کاله بندېز ولګاوه او وې ويل چې نوموړي د ٢٠١٨ کال افغانستان غوره ليګ او د ٢٠١٩ کال د بنګله دېش غوره ليګ کې فساد کړى دى.
کرکټ بورډ په خپل راپور کې دا هم ليکلي و، چې شفيق الله شفق د ډسپلين کمېټې سره په ناسته کې دا هر څه منلي دي او ٦ کلن بندېز يې هم منلى دى.
که څه هم په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ بورډ په دې پرېکړې له دې امله نيوکې وشوې، چې ولې له ځينو لوبغاړو سره د مور او مېرې چلند کېږي، خو شفيق الله شفق به په خپلو خبرو کې څه وايي، لږ ساعت کې به يې معلومات وشي.