کورپاڼه / خبرونه / شفيق الله شفق: د کرکټ بورډ ناولي خلک راپاڅېدلي او په ما يې تور لګولى
شفيق الله شفق

شفيق الله شفق: د کرکټ بورډ ناولي خلک راپاڅېدلي او په ما يې تور لګولى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق وايي، چې د کرکټ بورډ له لوري په هغه تور لګول شوى او  ٦ کاله پرې بندېز لګول شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې په شفيق الله شفق د هر ډول کرکټ ٦ کاله بندېز ولګاوه او وې ويل چې په افغانستان غوره ليګ او بنګله دېش غوره ليګ کې يې فساد کړى دى او دا خبره يې په خپله منلې هم ده.

خو شفيق الله شفق چې اوس لږ ساعت مخکې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راغلى و، وې ويل چې کرکټ بورډ په هغه تور لګولى دى او په داسې حال کې چې هغه په کور کې ناست دى، له ځانه يې پرېکړه کړې ده او په هغه يې ٦ کاله بندېز لګولى دى.

شفيق الله شفق وايي، چې له هغه څخه کرکټ بورډ ويډيو هم کړې ده او ښايي هغوى يې نشر کړي، نو په دې خاطر په ژوندۍ بڼه راغى، تر څو له خلکو سره هر څه روښانه کړي.

هغه وايي، چې دوى ماته وويل چې دا له فکسرانو نه ٥ زره ډالر اخيستي دي او همدا راز يو موبايل يې هم درکړى دى، حال دا چې پنځه زره ډالر زه په يو سفر کې ترلاسه کوم، نو بيا ولې داسې کار وکړم.

نوموړى وايي، چې چاپلوسي مې نه ده زده، نه مې کله کړې ده او نه به يې هم وکړم، زه په دې خپه يم چې کرکټ بورډ ته هر څوک راغلي دي، نو ماته يې دسيسې جوړې کړې دي، هر کله چې ما ښه لوبه کړې ده، نو دوى په تورونه لګولي دي.

هغه وويل، چې زه په جلال اباد کې وم چې هستي ګل عابد راته وويل، چې ځينې کسان دي غواړي چې په افغانستان غوره ليګ کې يو ټيم واخلي او ته ورسره ووينه، ته به کپتان شې او زه به کوچ شم او ټيم به جوړ کړو.

شفيق الله شفق وايي، چې په بنګله دېش کې ما له هغه خلکو سره وليدل، خو د ټيم منېجر جار عبدالرحيمزى او نورو اړوندو کسانو ته مې هم د دغه ليدنې په اړه معلومات ورکړل او له هغوى سره مې د اې پي ايل د ټيم په اړه خبرې وکړې.

هغه وايي، چې اوس ماته کرکټ بورډ وايي، چې هغه خلک فکسران وي، نو د چا په تندي خو يې نه وي ليکلي چې دا خلک فکسران دي.

شفيق الله شفق همدا راز دا هم وويل، چې د بنګله دېش غوره ليګ کې ورته د يو کس زنګ راغى او هغه ورته وويل چې يو افغان لوبغاړي دوى سره ډيل کړى دى او اوس شمېره نه پورته کوي، هغه وايي چې ما د دغه کسانو شمېره بلاک کړه او هغه لوبغاړي ته (شفق د لوبغاړي نوم ياد نه کړ) ورغلم او ورته مې وويل چې ځوان يې او له داسې خلکو ځان وساته.

شفق زياتوي، چې هغه لوبغاړى چې بېرته راغى نو کرکټ بورډ ته يې په ما تور ولګاوه، چې ما ورته د فکسنګ وړانديز کړى دى، حال دا چې ما له هغه سره ښه کړي و.

شفيق الله شفق په خپلو خبرو کې وويل، کله چې د بنګله دېش غوره ليګ نه راغلم، نو دوى ماته پلان جوړ کړى و، ماته يې وويل چې چيرمېن ميټنګ راغوښتى دى، نو زه هم ورغلم، هلته د انټي کرپشن کسانو زه کېنولم او ماسره يې مرکه وکړه او ما ورته ټولې خبرې وکړې.

نوموړى وايي، چې هلته ترې په مرکه کې بېلا بېلې پوښتنې وشوې، خو خلاصه دا چې دوى هغه خبرې ريکارډ کړې، په هغې وخت تېر شو، بيا کورونا راغله، نورې خبرې راغلې او زه په کور ناست يم، خو اوس خپه په دې يم چې دوى هېڅ ثبوت نه لري خو بيا يې هم په ٦ کاله بندېز ولګاوه، دا ولې؟ ايا زه څوک نه لرم يا زما د پوښتنې څوک نشته؟

شفيق الله شفق له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې په کرکټ بورډ کې يې داسې کسان کېنولي دي چې هغوى هېڅ په کرکټ نه پوهېږي او بايد دې ته پام وکړي. هغه وويل چې مانه يې کله ويډيو کوله نو ماته يې وويل چې دا ستا د اى سي سي او کرکټ بورډ سره ښېګڼه ده.

شفيق الله شفق وايي، چې په ما بندېز لګېدل يوازې زما د عزت خبره نه ده، بلکې دا د افغانستان د عزت خبره ده، ځکه زما له نوم سره د افغانستان نوم تړل شوى دى، همدا راز زما د کورنۍ نوم هم ماسره تړل شوى دى.

شفيق الله شفق له مينه والو غوښتنه وکړه چې تاسې ټول عمر د لوبغاړو ملاتړ کړى دى، د کرکټ بورډ ډسپلين کمېټه په هېڅ نه پوهېږي او ورسره يې دوکه کړى دى، ځکه له ځانه يې دا پرېکړه کړې ده.

هغه وويل، چې ما ١٢ کاله کرکټ کړى دى او په ٥ نړيوالو جامونو کې مې ګډون کړى دى، که ما چېرته فکسنګ کولى، نو ولې مې هغه وخت نه کاوه. هغه وايي که مې فکسنګ کولى نو اوس به مې جايېداد او شتمني لرلى، خو زه هېڅ هم نه لرم او اوس هم په جلال اباد کې د کرايې په کور کې ژوند کوم.

شفق وايي چې اصغر، نبي او نور ټول لوبغاړي هغه ښه پېژني، ځکه له ټولو سره يې ١٢ کاله کرکټ کړى دى. هغه وايي چې په کرکټ بورډ کې ناست کسان ده ته بېلا بېلې دسيسې جوړوي او دا دريم ځل دى چې د ده پر ضد دسيسه جوړه شوې ده.

نوموړى وايي، چې زما کرکټ خو کرکټ بورډ مخکې تباه کړى دى، خو غم دا دى چې له اوسنۍ پرېکړې سره يې نه يوازې دا چې زما بې عزته وکړه بلکې د افغانستان بې عزتي يې هم وکړه.

شفيق الله شفق وايي، چې اوسه پورې ځکه غلى و چې له مشرانو سره يې مشورې کولې، اوس راغى چې له خپلو مينه والو سره هم هر څه شريک کړي، ځکه هغه به همداسې کېنه ني او خپل غږ به پورته کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …