کورپاڼه / خبرونه / حامد شينوارى: د کرکټ بورډ د انتقامي پرېکړو مخه بايد ونيول شي
شفيق الله شفق او حامد شينوارى

حامد شينوارى: د کرکټ بورډ د انتقامي پرېکړو مخه بايد ونيول شي

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييه رييس حامد شينوارى وايي، چې د کرکټ بورډ د خپل سرو، بې تدبيره او انتقامي پرېکړو مخه بايد ونيول شي.

د کرکټ بورډ پخواني اجراييه رييس وروسته له هغه په خپله فېسبوکپاڼه يو پوسټ کړى دى، چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي شفيق الله شفق باندې ٦ کاله بندېز ولګاوه.

کرکټ بورډ په يو خبر کې وويل، چې نوموړي د افغانستان غوره ليګ او بنګله دېش غوره ليګ پر مهال فساد کړى دى او دا خبره يې په خپله هم منلې ده.

خو نن شفيق الله شفق په خپله فېسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه راغلى و او وې ويل چې د فساد په هغه باندې تور لګېدلى دى او کرکټ بورډ يې هر وخت پر وړاندې دسيسې جوړوي.

شفيق الله شفق له ولسمشر غني څخه هم غوښتنه وکړه، چې په کرکټ بورډ کې ټول ناپوهه کسان ناست دي او باد غم يې وکړي، هغه وويل چې غلى به نه کېني او خپل غږ به پورته کوي.

د نوموړي له ويډيو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييه رييس حامد شينواري په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې د کرکټ بورډ د خپل سرو، بې تدبيره او انتقامي پرېکړو مخه بايد ونيول شي.

نوموړى همدا راز مخکې ليکي: ((ولسمشره هيله لرو د دې ادارې عزت نور وساته، بنسټيز بدلون او ريفورم په کې راوله. د انحصاري ډلو او کارکوونکو ټغر ټول او پر ځاى يې په معاصرو علومو سنبال هېوادپاله خلک وګماره.))

حامد شينوارى پوسټ

حامد شينوارى په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس ټاکل شوى و، چې د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په ٨مه نېټه هغه له خپلې دندې استعفا ورکړه. هغه مهال د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاد مسعود و.

د کرکټ بورډ له لوري پر شفيق الله شفق د ٦ کاله بندېز لګولو وروسته پر کرکټ بورډ د کرکټ مينه والو نيوکې هم زياتې شوې دي او په ټولنيزو رسنيو کې خلک وايي، چې کرکټ بورډ له لوبغاړو سره د مور او مېرې چلند کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

“هلکه کريس ګيل دې بې لارې کوي، د هغه چمونه دې شروع کړل”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان په ټولنيزو رسنيو کې …