کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن: شفيق الله شفق په هېواد معامله وکړه
شفيق الله شفق او نسيم الله دانش

د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن: شفيق الله شفق په هېواد معامله وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن نسيم الله دانش وايي، چې د شفيق الله شفق دا دريم ځل دى چې قانوني سزا ورکول کېږي، هغه وايي چې د شفق د دوه ځلې معاف کېدو نتيجه همدا شوه چې دريم ځل يې په هېواد معامله وکړه.

د ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شفيق الله شفق چې څو ورځې وړاندې پرې کرکټ بورډ د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه. کرکټ بورډ وويل چې هغه د افغانستان غوره ليګ او بنګله دېش تجارتي ليګ پر مهال فساد کړى دى.

خو پرون شفيق الله شفق د کرکټ بورډ دا ټول تورونه رد کړل او وې ويل چې د هغه پر وړاندې دسيسه جوړه شوې ده او هغه به خپل غږ پورته کړي.

حامد شينوارى پوسټ

پرون د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييه رييس حامد شينواري په کرکټ بورډ نيوکې کړې وې او ويلي يې و چې خپلسرې پرېکړي کوي، خو اوس پخواني چيرمېن نسيم الله دانش په شفيق الله شفق نيوکې کړې دي.

نسيم الله دانش ليکلي دي، چې شفيق الله شفق چې په هندوستان ٢٠١٦ کال شل اوريز نړيوال جام کې په اخلاقي سرغړونې ګېر شو، نو په اول کې يې همدا خبرې کولې چې پرون يې په ويډيو کې کړې دي، بيا مو چې ويډيو او اسناد ورته وښودل نو په ژړا او زاريو يې پيل وکړ.

دانش مخکې ليکي، چې دا نوموړي ته دريم ځل دى چې قانوني سزا ورکول کېږي. د هغه وخت اسناد او ويډيوګانې يې اوس هم په بورډ کې او زما سره شته. د دوه ځله معاف کېدو نتيجه همدا شوه چې دريم ځل يې په هېواد معامله وکړه، چېرته چې مجازات او مکافات نه وي هلته پرمختګ نه وي.

نسيم الله دانش وايي ((دوه ځله شفق ته زما د رياست په وخت کې په ٢٠١٢ او ٢٠١٦ کې دوه دوه کاله د بندېز سزا ورکړل شوه، خو زما څخه وروسته چې هر رييس راغلى دى هغه معاف کړى دى. که هغه يوه هم تطبيق شوې واى نو اوس به خبره دومره لويې سزا ته نه رسېده.))

نسيم الله دانش پوسټ

د يادولو ده، هغه مهال چې نسيم الله دانش د کرکټ بورډ عمومي مشر و، يو شمېر ملي لوبغاړي يې پر وړاندې رسنيو ته راووتل او وې ويل چې نسيم الله دانش له لوبغاړو سره د مور او مېرې چلند کوي او د لوبغاړو مبارزه وه چې نوموړى د کرکټ بورډ له مشرۍ ليرې او پر ځاى يې بيا عاطف مشعل عمومي مشر وټاکل شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …