کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې دا مخکښ لوبغاړى پېژنئ؟

د ملي لوبډلې دا مخکښ لوبغاړى پېژنئ؟

د افغانستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ اوسني سلاکار تاج ملک عالم په خپل ټويټر يو پخوانى انځور خپور کړى دى، چې پکې له هغه سره د ملي لوبډلې اوسنى نامتو لوبغاړى محمد نبي او هستي ګل عابد هم پکې ښکاره کېږي.

تاج ملک عالم له دغه انځور سره ليکلي دي، چې له محمد نبي او هستي ګل عابد سره، کله چې دوى هلکان ول.

دغه انځور دقيق معلومات نه کېږي چې د کوم وخت دى، ځکه نېټه ورسره نه ده ليکل شوې، خو محمد نبي ته په کتلو سره داسې ښکاري چې انځور ډېر پخوانى دى او د محمد نبي د هلکوانۍ د وخت دى.

هستي ګل عابد، محمد نبي او تاج ملک عالم

تاج ملک عالم د افغانستان يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې په کلب ليول يې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړې دي، وروسته بيا نوموړى د ملي لوبډلې روزونکى هم پاتې شوى دى او اوس د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار دى.

همدا راز هستي ګل عابد چې اوس په کرکټ بورډ کې د روزونکي دنده ترسره کوي، د افغانستان ملي لوبډلې لپاره په ٢٠٠٩ کال کې دوه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړې دي. افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو غړيتوب ترلاسه کړى و.

خو محمد نبي بيا د افغانستان يو له هغه مخکښو لوبغاړو څخه دى، چې د افغانستان د غړيتوب ترلاسه کولو له وخته تر دې مهاله پورې د ملي لوبډلې لپاره لوبېږي.

هغه نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى دى، بلکې د نړۍ په کچه هم هغه په يو ورځنيو نړيوالو لوبو او شل اوريزو نړيوالو لوبو کې غوره الراونډر دى.

نوموړي په وروستيو کې له ټېسټ سياليو استعفا ورکړې ده او اوس يوازې په يو ورځنيو او شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لوبېږي. هغه د نورو لوبغاړو په پرتله د افغانستان لپاره ډېرې لوبې هم ترسره کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …