کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ د نوي چيرمېن لپاره منډې پيل شوي
رييس احمدزى او شفيق ستانکزى

د کرکټ بورډ د نوي چيرمېن لپاره منډې پيل شوي

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له هوکړې وروسته دوه ډلې په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ د نوي عمومي مشر په توګه ځانونه مقرر کړي او اوسنى عمومي مشر فرهان يوسفزى له څوکۍ ليرې کړي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ ځينو سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې د کرکټ بورډ پخوانى اجراييه رييس شفيق ستانکزى په دې هڅه کې دى چې د عبدالله عبدالله په مټ ځان د کرکټ بورډ چيرمېن مقرر کړي.

شفيق ستانکزي له کرکټ بورډ تر ليرې کېدو وروسته په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ او داسې ويل کېدل چې د عبدالله عبدالله د بريا په صورت کې له هغه سره د کرکټ بورډ د رياست ژمنه شوې ده.

بل لوري ته د کرکټ بورډ اوسنى اجراييه رييس لطف الله ستانکزى او په اسلام اباد کې افغان سفير او د کرکټ بورډ پخوانى چيرمېن عاطف مشعل په دې هڅه کې دى چې رييس احمدزى د کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه راولي.

ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته ويلي دي، چې د لطف الله ستانکزي او فرهان يوسفزي ترمنځ اړيکې ترينګلې دي او اوس لطف الله ستانکزى د عاطف مشعل په مټ غواړي چې فرهان يوسفزى ليرې او پر ځاى يې رييس احمدزى مقرر کړي.

خو په ورته وخت کې بيا شفيق ستانکزى هم په دې هڅه کې دى چې د عبدالله عبدالله په مټ د کرکټ بورډ رياست ترلاسه کړي او ويل کېږي چې خپلو نږدې کسانو ته يې دا هم ويلي دي، چې ژر به هغه د کرکټ بورډ چيرمېن مقرر شي.

خو عاطف مشعل او لطف الله ستانکزى غواړي، چې رييس احمدزى د کرکټ بورډ عمومي رييس په توګه راولي او د کرکټ بورډ واک په خپل لاس کې وساتي.

د يادولو ده چې عاطف مشعل چې له کرکټ بورډ ليرې کېدو وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفير وټاکل شو، په خپلو هڅو لطف الله ستانکزى د کرکټ بورډ اجراييه رييس مقرر کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …