کورپاڼه / خبرونه / اسټراليايي شرکت له سچن ټنډولکر بخښنه وغوښته
سچن ټنډولکر

اسټراليايي شرکت له سچن ټنډولکر بخښنه وغوښته

د اسټراليا يو ورزشي شرکت په خپلو توکو د نامتو هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر انځور او نوم کارولو له امله له نوموړي څخه بخښنه غوښتې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا سپارټن سپورټس انټرنېشنل او د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر ترمنځ په ٢٠١٦ کال کې قرارداد شوى و، چې د قرارداد له مخې سچن ټنډولکر د دغه شرکت توکو ته اعلانونه کول او همدا راز د ياد شرکت په توکو به د سچن ټنډولکر نوم او انځور هم راتللو، خو په ٢٠١٨ کال کې سچن ټنډولکر ياد قرارداد فسخ کړ.

د دغه قرارداد پاى ته رسېدو وروسته هم ياد شرکت په خپلو توکو باندې د سچن ټنډولکر نوم او انځور چاپاوه، چې وروسته پرې سچن ټنډولکر د سډني په يوه محکمه کې عريضه وکړه او د ميليونونو ډالرو دعوه يې پرې وکړه.

د سپارټن سپورټس شرکت تازه په خپل يو بيان کې له سچن ټنډولکر له دې امله بخښنه غوښتې ده، چې له هغه سره د شوي تړون څخه يې سرغړونه کړې ده. خو په دغه بيان کې بيا ياد شرکت د پېسو په تړاو هېڅ نه دي ويلي.

د ياد شرکت رييس په خپل بيان کې ويلي دي: ((شرکت د قرارداد څخه سرغړونه کړې ده، نو له دې امله موږ د سچن ټنډولکر څخه بخښنه غواړو او د سچن ټنډولکر څخه مننه کوو چې هر څه يې په سړه سينه تېر کړل.))

د يادولو ده چې ٤٧ کلن سچن ټنډولکر په ٢٠١٣ کال کې له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. هغه په خپل کيرير کې په ټېسټ او يو ورځنيو لوبو کې تر ٣٤ زرو څخه زياتې منډې کړې وې. همدا راز له سچن ټنډولکر سره د ١٠٠ سليزو جوړولو ريکارډ هم شته دى، چې ښايي ماتول يې ډېر ګران وي.

سچن ټنډولکر د توکو د اعلان په بدل کې ډېرې پېسې اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …