کورپاڼه / خبرونه / دانش کنېريا: شاهد اپريدي تل زما د لوبېدو مخه نيولې
دانش کنېريا او شاهد اپريدي

دانش کنېريا: شاهد اپريدي تل زما د لوبېدو مخه نيولې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى سپينر توپ اچونکى دانش کنېريا وايي، چې شاهد اپريدى تل له هغه سره بد برخورد کړى دى او په ملي لوبډله کې يې د هغه د لوبېدو مخه نيوله.

دانش کنېريا دويم هندو لوبغاړى دى چې د پاکستان ملي لوبډلې لپاره لوبېدلى دى. هغه د پاکستان ملي لوبډلې يو له ښو سپينر توپ اچونکو څخه هم ګڼل کېده، چې وروسته بيا د فساد له امله له بندېز سره مخ شو.

دانش کنېريا د پاکستان ملي لوبډلې لپاره ٦١ ټېسټ او ١٨ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

په خپله تازه مرکه کې دانش کنېريا وويل، چې په ډومېسټيک سياليو کې هم شاهد اپريدي د هغوى کپتان و او تل به يې دا هڅه کوله چې ما په لوبو کې ونه لوبوي. هغه وايي، چې د نړيوالو لوبو پر مهال به هم زه لوبډلې سره وم، خو پرته له کوم لامل څخه به شاهد اپريدي په لوبو کې د لوبېدو چانس نه راکاوه.

هغه وايي، چې شاهد اپريدي ورسره ډېر بد برخورد کاوه او ښايي دا يې د مذهب له امله وه، چې شاهد اپريدي به ورسره داسې چلند کاوه. هغه وايي، زه نه پوهېږم چې ما شاهد اپريدي ته څه بد رسولي و، ځکه چې په ډومېسټيک سياليو کې هم موږ د يوې لوبډلې لپاره لوبېدو او په نړيوالو سياليو کې هم موږ د پاکستان لپاره لوبه کوله.

دانش کنېريا بيا د پاکستان ملي لوبډلې ځينو نورو لوبغاړو ستاينه هم کړې ده او ويلي يې دي، چې انضمام الحق، يونس خان او معين خان يې ډېر ملاتړ کړى دى او هغه له ټولو منندويه دى.

هغه همدا راز وويل، چې محمد عامر او سلمان بټ باندې هم د فساد له امله بندېزونه لګېدلي و، خو د پاکستان کرکټ بورډ هغوى ته يو بل چانس هم ورکړ او بېرته لوبو ته راستانه شول، نو ولې ماته بل چانس نه راکول کېږي.

هغه وويل، زه دا منم چې ما تېروتنه کړې ده، خو د نورو لوبغاړو په څېر دې ماته هم يو بل چانس راکړل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ …