د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي شيکر دهون په ټويټر کې شاهد اپريدي پسې ټويټ کړى دى او ورته يې ويلي دي، چې کشمير زموږ و، زموږ دى او زموږ به وي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى شاهد اپريدي په دې ورځو کې د خپل خېريه بنسټ له لوري د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې دى او ويل کېږي چې هلته له کورونا ځپلو سره د خوراکي توکو مرستې کوي.
شاهد اپريدي چې يو لوري ته يې د کشمير ستاينې کړې دي، نو بل لوري ته يې د هند تر واک لاندې کشمير په اړه هم وېناوې کړي دي او ويلي يې دي، چې پاکستان به د هند تر واک لاندې کشمير خپلوي.
د شاهد اپريدي د دغه خبرو په ځواب کې نامتو هندي کرکټر شيکر دهون په خپل ټويټر کې يو ټويټ شاهد اپريدى ته کړى دى او ويلي يې دي، چې په دې وخت کې ټوله نړۍ د کورونا پر وړاندې مبارزه کوي او ستا سره اوس هم د کشمير غم دى.
هغه په خپل ټويټ کې همدا راز ليکي، کشمير زموږ و، زموږ دى او زموږ به وي.
شيکر دهون همدا راز شاهد اپريدي ته ليکلي دي، چې که کولاى شې خپل ٢٢ کروړه (٢٢٠ ميليون) خلک راوله، زموږ يو کس د ١٢٥ زره کسانو برابر دى، نور نو بيا ته په خپله وشمېره.
Is waqt jab saari duniya corona se lad rahi hai us waqt bhi tumko kashmir ki padi hai.
Kashmir humara tha humare hai aur humara hi rahega. Chaiyeh 22 crore le ao, humara ek, sava lakh ke barabar hai . Baaki ginti apne aap kar lena @SAfridiOfficial— Shikhar Dhawan (@SDhawan25) May 17, 2020
د يادولو ده چې د هند او پاکستاني سياستوالو ترمنځ په ټويټر کې وخت نا وخت داسې بحثونه روان وي، خو له دې څخه بيا پاکستاني او هندي کرکټران هم نه دي غلي او ډېرى مهال د کشمير په اړه د دوى ترمنځ په ټويټر کې ټويټونه تبادله کېږي.