کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د افغانستان لوبډلې مشر روزونکى د بنګله ټايګرز ډايريکټر وټاکل شو
لانس کلوزنر

د افغانستان لوبډلې مشر روزونکى د بنګله ټايګرز ډايريکټر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى لانس کلوزنر د ابوظهبۍ ١٠ اوريزه ليګ کې د بنګله ټايګرز لوبډلې ډايريکټر ټاکل شوى دى.

د بنګله ټايګرز لوبډلې چيرمېن محمد ياسين چودري له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې موږ د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره پوره خواري کوو تر څو په راتلونکي ليګ کې يوه مخکښه او نه ماتېدونکې لوبډله جوړه کړو، نو په دې خاطر موږ لانس کلوزنر هم د خپلې لوبډلې د ډايريکټر په توګه ټاکلى دى.

نوموړى همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، زه فکر کوم د لانس کلوزنر تجربه او پوهه به زموږ لوبډله په ښي لوري روانه کړي.

بنګله ټايګرز لوبډله د ټي ټين ليګ يا لس اوريزه ليګ په تېر پړاو کې په دريم مقام کې راغلې وه، تېر ليګ کې د ډواين براوو په مشرۍ مراټا عربينز لوبډلې اتلولي خپله کړې وه.

د سويلي افريقا لوبډلې پخوانى الراونډر ٤٨ کلن لانس کلوزنر چې د سويلي افريقا لپاره يې په ٤٩ لوبو کې ١٩٠٦ منډې کړې دي او ٨٠ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې نوموړي بيا په ١٧١ لوبو کې ګډون کړى دى، چې ٣٥٧٦ منډې يې کړې دي او ١٩٢ لوبغاړي يې سوځولي دي.

لانس کلوزنر په ٢٠٠٠ کال کې د ويسډن له لوري غوره لوبغاړى هم اعلان شوى و. نوموړى اوس مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي، چې تېر کال د سپتمبر په مياشت کې يې دغه دنده پيل کړې ده.

د يادولو ده چې سږکال لس اوريزه ليګ د نومبر له ١٩مې تر ٢٦مې نېټې پورې د ابوظهبۍ په زيد سپورټس کې ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …