کورپاڼه / خبرونه / کوهلي: که ښځه مې راسره کار کوي، نو په خپل ژوند جوړېدونکي فلم کې کار کوم
ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

کوهلي: که ښځه مې راسره کار کوي، نو په خپل ژوند جوړېدونکي فلم کې کار کوم

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکي ويراټ کوهلي ويلي دي، که چېرته د هغې مېرمن (انوشکا شرما) ورسره په فلم کې کار کوي، نو هغه به په خپل ژوند جوړېدونکي فلم کې کار وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ويراټ کوهلي په انسټاګرام باندې په ژوندۍ بڼه له خلکو سره خبرې کولې، چې د خپل ژوند جوړېدونکي فلم په اړه يې هم خبرې وکړې.

د انسټاګرام په دغه ژوندۍ بڼه خبرو کې له هغه سره د هند د فوټبال لوبډلې لوبډلمشر سنيل چيتري هم و. د سنيل چيتري مېرمن سونم بټاچاريه له ويراټ کوهلي نه پوښتنه وکړه، چې که چېرته د هغه په ژوند فلم جوړېږي، نو ايا هغه به پکې په خپله کار وکړي؟

ويراټ کوهلي ورته په ځواب کې وويل، چې که چېرته د هغې ښځې انوشکا شرما ورسره په دغه فلم کې د هغې د ميينې رول ترسره کاوه، نو هغه به خوشحاله شي چې په دغه فلم کې کار وکړي.

انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي وويل: ((له انوشکا شرما سره به زه ډېر خوشحاله شم چې په خپل ژوند جوړېدونکي فلم کې کار وکړم. خو بايد يوه خبره زه تاسې ته واضحه کړم، ايا زه اداکاري کولاى شم. زه فوټبال هم کولاى شم نو تاسې مې په خپله لوبډله کې پرېږدئ؟))

هغه په خپلو خبرو کې همدا راز زياته کړه، زه کولاى شم چې په خپل ژوند جوړېدونکي فلم کې کار وکړم، خو که زه خپل رول ترسره کړم، ښايي ډېر ښه يې ترسره نه کړاى شم، ځکه خلک بايد په دې پوه شي چې زه يو مسلکي کرکټر يم، زه يو هنرمند نه يم، ځکه هنر ځانته يوه نړۍ ده.

د يادولو ده چې د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما د هندي سينما يو له نامتو هنرمندو څخه ده، چې په ډېر شمېر بريالي فلمونو کې يې کار کړى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …