د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د بلخ کرکټ لوبغالي رغنيزې چارې چې تراوسه د ځمکې په لېږد کې د شته ستونزو له امله نه وې پيل شوې، د پروسې له بشپړېدو وروسته له تېرو څو ورځو راهيسې يې کارونه په معياري او چټکه توګه پيل شوي دي.
کرکټ بورډ په يو خبر کې وايي، چې دغه لوبغالى د هندوستان سفارت په مالي مرسته جوړېږي، تدارکاتي پروسه يې د اقتصاد وزارت په همکارۍ ترسره شوې او د جوړولو قرارداد يې له فوشنج ودانيز شرکت سره لاسليک شوى دى.
کرکټ بورډ وايي چې ياد لوبغالى د يو نيم کال په موده کې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې جوړېږي، د امو زون په کچه به تر ټولو معياري لوبغالى وي، چې سربېره پر دې به د لوبغاړو لپاره مېلمستون، دوه منزله پويلين او نورې اړونده اسانتياوې ولري چې له ٤ زرو څخه زيات نندارچيان به پکې له نږدې څخه د کرکټ لوبې ننداره کړى شي.
د يادولو ده چې د بلخ کرکټ لوبغالي قرارداد د شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ د پخواني عمومي مشر عزيزالله فضلي په وخت کې لاسليک شوى و، چې هماغه مهال ويل شوي و چې د جوړولو چارې يې هم پيل شوي دي.
همدا راز په ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې بيا هغه مهال، کله چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ عمومي مشر و، د لوبغالو د بنسټ ډبرې ايښودل شوي دي، خو د کلونو په تېرېدو سره هم په کوم لوبغالي کې کارونه نه دي ترسره شوي.