کورپاڼه / خبرونه / سريلانکا د هند او بنګله دېش لوبډلو کوربه توب ته سينه ډبولې
سريلانکا کرکټ لوبډله

سريلانکا د هند او بنګله دېش لوبډلو کوربه توب ته سينه ډبولې

د سريلانکا کرکټ بورډ د روان کال په جولاى مياشت کې د هند او بنګله دېش لوبډلو کوربه توب ته سينه ډبولې ده، که چېرته سريلانکا کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو ورتګ ته بشپړه زمينه برابره کړي، نو ښايي نړيوال کرکټ يو ځل بيا د جولاى په مياشت کې پيل شي.

د سريلانکا کرکټ بورډ د هند او بنګله دېش کرکټ بورډونو ته ويلي دي، چې هغوى د جولاى په مياشت کې کوربه توب کولاى شي، چې د سريلانکا سره لوبې ترسره کړي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د بنګله دېش کرکټ بورډ سريلانکا ته د خپلې لوبډلې لېږلو خبر تاييد کړى دى، خو ويلي يې دي چې د لوبډلې له لېږلو مخکې به دوى په سريلانکا کې ټول امکانات او احتياطي تدابير ګوري او له هغه وروسته به بيا لوبډله لوبېږي.

د نورو هېوادونو په څېر په سريلانکا کې هم د کورونا مخنيوي لپاره ګرځبندېز لګول شوى و، چې اوس د تازه معلوماتو تر مخه، ٥٠٠ ناروغان تر درملنې لاندې دي، خو د سريلانکا کرکټ بورډ هيله من دى چې دوى کولاى شي په سريلانکا کې سياليو ته زمينه برابره کړي.

د سريلانکا کرکټ بورډ اجراييه رييس اشلى ډيسلوا کريک انفو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې موږ د هند او بنګله دېش له کرکټ بورډونو سره د سياليو په اړه خبرې کړې دي او اوس د دوى ځواب ته په تمه يو.

خو د يادونې وړ خبره دا هم ده چې د کورونا له امله په سفرونو باندې بندېزونه دي او که چېرته بنګله دېش کرکټ بورډ او هند کرکټ بورډ وغواړي، چې خپلې لوبډلې سريلانکا ته ولېږي، نو د هغې لپاره به د درې واړه هېوادونو ترمنځ سفري بندېزونه د لوبغاړو لپاره پاى ته رسول کېږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراييه رييس نظام الدين چودري وايي، چې موږ په بنګله دېش کې سفري بندېزونو ته هم پام کوو او د دواړو هېوادونو د ګرځبندېز لارښوونو ته مو هم پام دى، موږ د سريلانکا کرکټ بورډ سره په اړيکه کې يو، که هر څه سم ترسره شو نو موږ به وکولاى شو چې لوبډله سريلانکا ته ولېږو.

خو د هند کرکټ بورډ مسوولينو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده چې هند له سريلانکا سره د جون په مياشت کې ٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې سيالۍ له مخکې نه ټاکل شوي دي، همدا راز له هغه وروسته بيا د سريلانکا او بنګله دېش درې ټېسټ سيالۍ ترسره ټاکل شوې دي چې د نړيوالو ټېسټ سياليو اتلوليو لوبې دي.

له دې مخکې سريلانکا بيا په خپل کوربه توب دوه لوبلړۍ لغوه کړې دي، چې له انګلستان سره يې دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کېدې، خو دا سيالۍ به د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې ترسره شي او همدا راز له سويلي افريقا سره يې هم د دوه لوبو لوبلړۍ لغوه کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …