کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم: د وياړ ځاى دى چې د قرآن عظيم الشان ختم مو وکړو

افتاب عالم: د وياړ ځاى دى چې د قرآن عظيم الشان ختم مو وکړو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي افتاب عالم نن په خپله فېسبوکپاڼه ځينې انځورونه خپاره کړي دي او وايي چې په خپل کور کې يې د قرآن عظيم الشان ختم وکړو.

افتاب عالم

که څه هم د کورونا ويروس د مخنيوي له امله اوس هم خلک له جوماتونو نه دي منع شوي او ښه په ګڼ شمېر خلک جوماتونو ته ځي، خو ځينې خلک بيا په خپلو کورونو کې په جمعې سره لمونځونه او تراويح کوي، چې په روژه کې ډېرى خلک بيا ختمونه هم په خپلو کورونو کې په جمع کوي.

له همدې ډلې څخه د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم هم دى، چې د دوى کورنۍ په خپل کور کې په ګډه په تراويح کې د قرآن پاک ختم کړى دى.

هستي ګل عابد او کريم صادق

افتاب عالم په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي:

((ډېر د خوښۍ او د وياړ ځاى دى چې نن مو په کور کې په تراويحو کې د الله ج د معزز کتاب قرآن عظيم الشان ختم وکړو. په پاى کې قاري صېب محمد قاسم ټول مسلمان امت او په ځانګړې توګه افغانستان کې د سولې، امن او ورورولۍ د راتلو دعا وکړه. الله ج دې يې په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړي.))

افتاب عالم پوسټ

هغه انځورونه چې افتاب عالم خپاره کړي دي، پکې د هغه په ګډون کريم صادق، تاج ملک عالم، هستي ګل عابد او د هغوى د کورنۍ نور کسان ښکاري، چې د تراويح ادا کوي.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …